د آریانا مجلې نوې ګڼه چاپ شوه
آریانا مجله د افغانستان د علومو اکاډمي علمي ـ څېړنیزه مجله ده چې د اقتصاد، تاریخ او انتوګرافي، حقوقو او سیاسي علومو، روانشناسي، تعلیم و تربیې، ژورنالېزم، فلسفې او جامعه شناسي موضوعاتو په اړه د بېلابېلو لیکوالانو مقالې په کې خپرېږي. دا دی د ۱۴۰۱ لمریز کال ۱-۲ مه ګڼه چاپ او خپره شوه.
په دغه ګڼه کې لاندې مقالې چاپ شوې دي:
1. په هېواد کې د ملي هویت مسأله
څېړنپوه دکتور محمد شریف ځدراڼ
2. نګاهی به کارنامه های سیاسی امیر علی شیر نوایی سر محقق عبدالجبار عابد
3. جایګاه تاریخی و خدمات فرهنګی قرلق ها در افغانستان
معاون سرمحقق برهان الدین نظامی
4. د کانت په فلسفه کې د اخلاقو مسأله
معاون سرمحقق عبدالضابط ځدراڼ
5. د دوهمې نړیوالې جګړې پر مهال په افغانستان کې د الماني او ایټالوي کارپوهانو حضور او فعالیتونه۵
څیړنیار ولي باز آرین
6. قضاء لپاره د ذکوریت شرط؛ په اسلامي فقه، روم جرمن او کامن لا حقوقي سیسټمونو کې یې څېړنه
څېړندوی عبدالقهار عزیزي
7. د اسلامي حکومت بهرني سیاست ته لنډه کتنه(۱-۱۰ هـ ق)
څېړندوی وجیه الله ظهیر
د دې مجلې د محتوياتو لومړني مخونه په لاندې لينک کې لوستلی او ترلاسه کولی شئ...
https://asa.gov.af/.../Ariana%20quarterly%20journal%20no...
تاسې کولای شئ چې دغه ګڼه د افغانستان د علومو اکاډمۍ د اطلاعاتو او عامه اړیکو له ریاست څخه ترلاسه کړئ.
د اړيکې شمېره: ۰۲۰۲۲۰۱۲۷۹