د آریاني ژبو په ډلبندۍ کې د پښتو ژبې دریځ

Ezatullah_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۸/۹ - ۱۰:۲۴
د آریاني ژبو په ډلبندۍ کې د پښتو ژبې دریځ

د علمي ــ څېړنیزې پروژې دفاع

 د ژبو او ادبیاتو د مرکز، د لرغونو ژبو د انستیتوت علمي غړي څېړنیار شریف الله دوست د روان کال د عقرب د میاشتې پر (۷) باندې د (آریاني ژبو په ډلبندۍ کې د پښتو ژبې دریځ) تر عنوان لاندې د خپلې علمي- څېړنیزې پروژې څخه په بري سره دفاع وکړه. د څېړنیزې پروژې منځپانګه: د آریاني ژبو څېړنه، په ختیځو او لوېدیځو څانګو د هغوی ډلبندي، له ۱۸۸۸م کال نه را په دېخوا تر ننه د ټاکل شوو ژبنیو معیارونو د تطبیق څېړنه، په ۱۸۸۸ميلادي کال کې د آریاني ژبو د تحول او تکامل د معیارونو ښوول؛ اوستا او زړه پارسي يې د مورینې په توګه تثبیتول، د دغو معیارونو پر بنسټ په اوستايي متن کې د پښتو ژبې د غږیز سیستم فونولوژي(phonology) – ګرافولوژي(graphology) اړيکو څېړنه، له همګروپو ژبو سره په مستند ډول د پښتو ژبې د نسبي اړیکو موندنه، د پښتو ژبې نسبي اړیکې د همګروپو ژبو له ختیځې څانګې اوِستا او باختري ژبو سره. د پښتو ژبې نسبي اړیکې د همګروپو ژبو له لوېدیځې څانګې له دري ژبې سره. پایله، وړاندیزونه او مأخذونه راغليد موضوع تر دفاع کولو وروسته د ګډونوالو پوښتنو ته ځوابونه وویل شول. د دفاع د ارزونې د کمیسیون له لورې یاده دفاع د رأیو په اتفاق تائید او بریالۍ و بلل شوه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۲۱:۲۸
Background image

افغانستان او سیمه؛ فرصتونه او ننګونې

نن چهارشنبه/ څلورنۍ د ۱۴۰۵ ل کال د سرطان/ چنګاښ ۱۰مه او د ۱۴۴۸ هـ ق کال د محرم الحرام ۱۵مه نېټه د افغانستان د علومو اکاډمي د بشري علومو معاونیت، د سیمه ییزو مطالعاتو مرکز په نوښت د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۴ - ۱۲:۱۲
Background image

مشواڼي په سوېلي پښتونخوا کې

د افغانستان د علومو اکاډمۍ د پښتو څېړنو بین المللي مرکز علمي غړي او د پښتنو تاریخ او فرهنګ انسټیټوټ آمر څېړندوی حمایت الله ښاد د پښتو څېړنو بین المللي مرکز د سیمینارونو په تالار کې د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۴:۵۶
Background image

د علومو اکاډمۍ د علمي شورا غونډه

د افغانستان د علومو اکاډمۍ علمي شورا خپله نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ ل کال د غبرګولی میاشتې پر ۲۶ مه نېټه ترسره کړه. په دې غونډه کې د علومو اکاډمۍ د بېلابېلو علمي برخو د علمي کادر د غړو علمي –. . .

BACK TO NEWS