د اتنوګرافۍ له څېړنېز موزیم څخه لیدنه
د یقین خصوصي ښوونځي شاګردانو او استادانو د اتنوګرافي له څېړنیز څخه د ۱۴۰۱ هجری لمریز کال د تلې په څلورمه نېټه لیدنه وکړه.
د یقین خصوصي ښوونځي شاګردانو د افغانستان د قومونو دودونه او رواجونه د اتنوګرافي د څېړنیز موزیم په مادي او فرهنګي آثارو کې ويېژندل او له دغه علمي او فرهنګي سفر نه یې پوره استفاده وکړه.
باید ووایو چې یقین خصوصي ښوونځی د کابل په بګرامیو کې فعالیت لري او خپلو تعلیمي او تربیتي فعالیتونو ته ادامه ورکوي.