د احمدشاه بابا فرهنګي کارنامې

Ezatullah_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۷/۱۳ - ۹:۲۹
څېړنیار ولي‌باز آرین

«علمي _ څېړنیز کنفرانس»

نېټه :۱۲ / ۷ / ۱۴۰۱

د افغانستان د علومو اکاډمي، د ټولنیزو علومو د مرکز علمي غړي څېړنیار ولي‌باز آرین د "احمدشاه بابا فرهنګي کارنامې" تر نامه لاندې د علومو اکاډمۍ د پوهانو په حضور کې علمي _ څېړنیز کنفرانس وړاندې کړ.

آرین په خپلو توضیحاتو کې وویل چې احمدشاه بابا له واک ته رسېدو سره سم په هېواد کې د خپلواک سیاسي او پیاوړي نظام د ټینګښت لپاره مټې راونغاړلې او د آریانا د پولو په احیا کولو سره یې د یوې سترې امپراتورۍ بنسټ کېښود.

احمدشاه بابا نه یوازې په سیاسي، پوځي او اداري برخو کې هېواد ته ستر خدمتونه وکړل؛ بلکې په فرهنګي برخه کې یې هم سترې کارنامې ترسره کړې.

احمدشاه بابا په‌خپله لوی شاعر، مؤرخ او لیکوال و. د پښتو دېوان، په دري ژبه شعرونه، په عربي ژبه شعرونه، په پښتو ژبه د افغانستان تاریخ، علم‌ګنج، جامع‌الفواید، دوې الفنامې، نامه احمدشاه بابا او لس قلمي نسخې، چې تیت او پرک دي، د احمدشاه بابا علمي او فرهنګي آثار دي. همدارنګه د احمدشاه بابا په دوره کې تر ۱۰۰ ډېر، لوی شاعران، پوهان او لیکوالان موجود و، چې احمدشاه بابا په کلکه ملاتړ ورڅخه کاوه.

احمدشاه بابا په خپل نامه د سرو زرو، سپینو زرو او مسو سکې ووهلې، چې له لوړ کیفیت لرونکې وې.

احمدشاهي کندهار، د حضرت محمد ص مبارکې خرقې زیارت،  تاشقرغان ښار، په سند کې د حیدرآباد ښار، د افغان حجاجو لپاره په سعودي عربستان کې د ځای ځایګي جوړول او په کندهار کې د بیت الاشرف په نامه د موزیم جوړول په عمراني چارو کې د احمدشاه بابا کارنامې دي.

لنډه دا چې احمدشاه بابا د ګران هېواد لپاره په سیاسي برخه سربېره، په فرهنګي ډګر کې هم د پام وړ چوپړونه ترسره کړي دي.

په پای کې نوموړی کنفرانس د کمیسیون د غړو له لوري مثبت وارزول شو.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۸ - ۱۱:۱۴
Background image

په ښوونیز نظام کې د ارزونې اغېزې او ننګونې

«د علمي څېړنیز کنفرانس» د افغانستان د علومو اکاډمي، بشري علومو معاونیت اړوند د ارواپوهنې او تربیتي علومو انسټیټوټ علمي غړي ښاغلي څېړندوی ثناءالله صالحي خپل علمي – څېړنیز کنفرانس « په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۷ - ۱۱:۵۶
Background image

په هند کې د لودیانو د عروج او زوال عوامل

«علمي- څېړنیز کنفرانس» د افغانستان د علومو اکاډمي د بشري علومو معاونیت د پښتو څېړنو نړیوال مرکز علمي غړي څېړنوال ډاکټر عبدالرحمان حبیب زوی د ۱۴۰۴ کال د دلوې په شپږمه نېټه (په هند کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۶ - ۱۸:۱۹
Background image

بانکي ضمانت لیکونه او فقهي تکییف یې

نن دوه‌نۍ/دوشنبه د ۱۴۰۴ کال د سلواغې د میاشتې په شپږمه نېټه، د افغانستان د علومو اکاډمۍ د اسلامي علومو د معاونیت په دفتر کې د اسلامي بانکوالۍ او معاصرو مسایلو څېړنیز مرکز علمي غړي او د. . .

BACK TO NEWS