د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست :

د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست د علومو اکاډمی د عمومي ریاست له مهمو ریاستونو له جملې څخه دی، د دغې ادارې د پالیسۍ پر بنسټ لاندینی فعالیتونه ترسره کوي:

 

  1. د علومو اکاډمی د علمي غړو د کتابونو او مجلو چاپ.
  2. متقاضي ادارو ته د موقوت او غیر موقوت اثارو ویشل.
  3. د حق الزحمې جدولونو جوړول.
  4. د مطالعې دود ته لاره هوارول او کتابخانه د مینه والو لپاره.
  5. له رسنیو او نورو دولتی او خصوصي ادارو سره دوامداره اړیکه .
  6. د علومو اکاډمي د سیمنارونو، کنفرانسونو او علمي غونډو څخه، راډیویي او تلویزیوني رسنیو ته خبر ورکول.
  7. د کتابونو او مجلو خرڅول  او کتابونو ته بازارموندنه .
  8. اطلاعاتو ته د لاسرسۍ زمینه برابرول.
  9. د نشراتي کمیسیون جوړول.
  10. د دولتي ورځپاڼو ویشل.

 

د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست اداري تشکیل :

۱. د نشراتو د انسجام آمریت.

۲.د عامه اړیکو آمریت.

۳.د کتابخانې آمریت.

۴.د کتابخانې د توزیع مدیریت.

۵.د ریفرنس مدیریت.

۶.د مجلو مدیریت.

۷.د ویب سایټ عمومي مدیریت.

۸. د عکاسی او کنترول روم عمومي مدیریت .

د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست د رئیس پيژندنه