د افغانستان د علومو اکاډمي ته د علمي - تحقیقي مقالو سپارلو لارښود

Ezatullah_admin
د افغانستان د علومو اکاډمي ته د علمي - تحقیقي مقالو سپارلو لارښود

افغانستان د علومو اکاډمي د علمي څېړنو د ودې، د لیکوالو د هڅونې او د ملي او نړیوالو علمي معیارونو د مراعت په موخه، د مختلفو څانګو څېړنیزې او علمي مقالې ترلاسه کوي. د مقالو د خپرېدو لپاره د شفافو اصولو او معیارونو موجودیت اړین دی، څو علمي ارزښت او د اکاډمیکو نشریاتو اعتبار وساتل شي. له همدې امله، هغو درنو لیکوالانو ته چې خپلې څېړنیزې مقالې د خپرېدو لپاره رالېږي، د موادو او شرایطو لړلیک وړاندې کېږي، تر څو د خپلو اثارو په برابرولو کې ورته پوره پاملرنه وکړي:

• مقاله دې له یوې رسمي پتې څخه چې په هغې کې د ليکوال نوم، تخلص علمي رتبه، د ټېلېفون شمېره او برېښناليک پته وي؛ د علومو اکاډمۍ ادارې ته را ولېږل شي.

• رالېږل شوې مقاله بايد پوهنيزه ـ څېړنيزه بكره او له منل شويو علمي معيارونو سره برابره وي.

• رالېږل شوې، مقاله باید په بله خپرونه کې نه وي خپره شوي.

• د مقالې سرلیک باید لنډ او له منځپانگې سره سمون ولري.

• مقاله باید د ۸۰ او ۲۰۰ کلمو ترمنځ لنډيز ولري او د څېړنې پوښتل شوې پوښتنه ځواب کړای شي. همدغه راز لنډیز باید د یونسکو په يوې ژبې ژباړل شوی وي.

• مقاله باید د سریزې اهمیت، مبرمیت، موخې، د څېړنې پوښتنې، د څېړنې مېتود، پايلې او مأخذونو لرونکې وي او په متن کې مأخذ ته نغوته شوې وي.

• مقاله باید د لیکوالۍ له اصولو سره سمه وي، املایي او انشايي تېروتنې ونه لري.

• د مقالې حجم په Ms. Word کې لږ ترلږه ۷-مخه او زیاته اندازه یې ۱۵-معياري A4 مخونه وي د فونټ سایز ۱۳، د کرښو ترمنځ فاصله باید (Single) وي او ادارې ته دې سافټ او هارد کاپي دواړه را ولېږل شي.

• د مجلې کتنپلاوی د علومو اکاډمي د نشراتي لایحې له مخې د یوې مقالې د تائید او رد واک لري.

• د رالېږل شویو مقالو شننه او څېړنه د ليکوالو فکري زېږنده ده، لیکوال ته بويه چې سپیناوی يې په خپله وکړي، اداره یې په سپيناوي کې کوم مسئولیت نه لري.

• د مجلې له چاپ شويو مقالو څخه استفاده کول، بې له مأخذه جواز نه لري.

• ادارې ته رالېږل شوې مقاله بېرته ليکوال ته نه ورکول کېږي.

اعلانونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۸ - ۸:۵۸
Background image

" په هېواد کې د غذایي امنیت په موخه د کرنیزو او مالدارۍ نویو ټکنالوژیو ارزونه " د سیمینار لپاره د علمي - څېړنیزو مقالو غوښتنه!

د افغانستان د علومو اکاډمي د طبیعي - تخنیکي علومو معاونیت، د کیمیا ، بیولوژي او کرنې علومو مرکز په پام کې لري چې په روان کال کې (په هېواد کې د غذایي امنیت په موخه د کرنیزو او مالدارۍ . . .

شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۵ - ۱۲:۴۳
Background image

د افغانستان د علومو اکاډمي ته د علمي - تحقیقي مقالو سپارلو لارښود

افغانستان د علومو اکاډمي د علمي څېړنو د ودې، د لیکوالو د هڅونې او د ملي او نړیوالو علمي معیارونو د مراعت په موخه، د مختلفو څانګو څېړنیزې او علمي مقالې ترلاسه کوي. د مقالو د خپرېدو لپاره . . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱ - ۱۱:۳۵
Background image

د مسلکي زده کړو نه لرونکو تخنیکي وړتیا لرونکو سره د مرستې فرصت

د افغانستان علومو اکاډمي د نوښتګرو د ملاتړ او تشویق په موخه اعلان کوي چې له هغو کسانو سره علمي او تخنیکي همکاري ته چمتو ده چې د پام‌وړ کشفیاتو، اختراعاتو او ابتکاراتو درلودونکي وي. دا . . .

Back to announcements