د بيرغ ملي ورځ ونمانځل شوه

Ezatullah_admin
پنجشنبه ۱۴۰۰/۵/۷ - ۱۱:۵۲
د بيرغ ملي ورځ ونمانځل شوه

۷ اسد ۱۴۰۰ هـ. ش

کابل: د افغانستان د علومو اکاډمي د رهبرۍ له خوا د ګران هېواد افغانستان د ملي بيرغ ورځ ونمانځل شوه.

په دې اړه د علومو اکاډمۍ په انګړ کې په ترسره شويو مراسمو کې د افغانستان د علومو اکاډمي سرپرست رئيس څېړنپوه دکتور عبدالظاهر شکيب، د اکاډمۍ معاونينو او رئيسانو برخه اخيستې وه.

د علومو اکاډمي عمومي رئيس دکتور شکيب ټولو هېوادوالو ته د دې پرتمینې ورځې مبارکي ویلو ترڅنګ وویل: د هر ملت تاریخ د هغوی پر بیرغ ژوندی وي، زموږ ملي بیرغ زموږ د یووالي، عزت، شرف، ملي حاکمیت او ملي هویت نښه ده.

ده زياته کړه، دا ورځ موږ بايد په ځانګړو ولولو او احساساتو ونمانځو، ځکه د افغانستان درې رنګه ښکلی بیرغ زموږ د ملي هويت، تاريخ او وياړليو حماسو سیمبول دی. د خپل بيرغ ساتنه او پالنه زموږ ملي وجيبه ده.

د يادولو ده چې په افغانستان کې بيرغ له ډېر پخوا څخه پېژندل شوی، دود شوی او پر کېږديو او ماڼيو رپول شوی دی چې تاريخچه يې ډېره لرغونې ده.

زموږ ملي بيرغ دې تل رپانده وي!

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۹/۵ - ۱۱:۴۰
Background image

په ټولنیزو رسنیو کې روایت جوړېدنه او پر عامه ذهینت یې اغېزې: د افغانستان په اړه یوه سیستماتیکه کتنه

د بشري علومو معاونیت د اجتماعي علومو مرکز علمي غړي څېړندوی عبدالرحمن الکوزي د قوس د میاشتې په ۴ نېټه ( په ټولنیزو رسنیو کې روایت جوړېدنه او پر عامه ذهینت یې اغېزې: د افغانستان په اړه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۹/۴ - ۱۲:۲۲
Background image

پکتیکا ولایت او کټواز زون د معدني زېرمو او طبیعي سرچینو د ظرفیتونو، راتلونکو لرلیدونو او اکتشافي امکاناتو تحلیل او ارزونه

د پکتیکا ولایت د کانونو او پټرولیم ریاست د غوښتنې، د افغانستان د علومو اکاډمۍ د طبیعي او تخنیکي علومو برخې د معاونیت د لارښوونې او د اکاډمۍ د محترم ریاست مقام د منظورۍ پر بنسټ، د ۱۴۰۵. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۹/۳ - ۱۱:۲۹
Background image

د طبیعت مجلې نوې ګڼه چاپ شوه

د طبیعت علمي – څیړنیزې مجلې 1368 هـ.ش. (1989 م) کال کې د افغانستان د علومو اکاډمي تر چتر لاندې په کار پېل کړی دی، چې په پښتو او دري ژبو علمي ـ څیړنیزې مقالې مني. د دغې مجلې د چاپ او نشر. . .

BACK TO NEWS