د علمي- څېړنیزو مقالو د لیکلو خبرتیا
د افغانستان د علومو اکاډمي په پام کې لري چې د روان کال د مرغومي د میاشتې په وروستۍ اونۍ کې د طبیعي – تخنیکي علومو معاونیت د کیمیا، بیالوژي او کرنې مرکز له لورې «د هیواد د اقتصاد په وده کې د کرنیزو محصولاتو د پروسس رول» تر سرلیک لاندې د علومو اکاډمي د علامه احمد علي کهزاد د سمینارونو په تالار کې علمي ـ څېړنیز سیمینار دایر کړي.
په دې توګه ټولو لیکوالانو، پوهانو او د هېواد علمي شخصیتونو څخه هیله کېږي چې د دوی د غوښتنو او تخصص سره سم د لاندې سرلیکونو څخه، یا د سیمینار اړوند موضوعاتو په غوره کولو د (۱۴۰۲) هجري لمریز کال د لړم د میاشتې تر (۱۵مې) نېټې پورې د هېواد په یوه ملي ژبه (پښتو او دري) خپلې مقالې چمتو او د افغانستان د علومو اکاډمي د طبیعي - تخنیکي علومو معاونیت ته راولېږي.
د مقالو سرلیکونه:
-
د هېواد په اقتصادي پراختیا کې د څرمن جوړونې صنعت د رول څېړل
-
د هېواد په اقتصادي پراختیا کې د ټوکر جوړونې صنعت د رول څېړل
-
د هېواد په اقتصادي پراختیا کې د څارویو د وړیو پروسس د رول څېړل
-
د هېواد په اقتصادي پراختیا کې د کنسرو جوړونې رول
-
د هېواد په اقتصادي پراختیا کې د بېلابېلو ترشي بابو د جوړولو رول
-
د هېواد په اقتصادي پراختیا کې د شکرې جوړونې صنعت د رول څېړل
-
د مالدارۍ په پراختیا کې د حیواناتو د متوازنې جیرې د برابرولو رول
-
د هېواد په اقتصادي پراختیا کې د لرګیو صنعت د رول څېړل
-
د کرنې په پراختیا کې د کرنیزو محصولاتو د بازار موندنې رول
-
د هېواد په اقتصادي پراختیا کې د غلو دانو د پروسس رول
-
د هېواد په اقتصادي پراختیا کې د ممیزو د پروسس رول
-
د اتومي وړانګو په واسطه د کرنیزو محصولاتو ساتنه او د کرنې له پراختیا سره یې اړیکې
-
د هېواد په اقتصادي پراختیا کې د کاغذ جوړونې صنعت د رول څېړل
-
د هېواد د کرنې په پراختیا کې د سړو خونو د رول څېړل
-
د مالدارۍ په پراختیا کې د لبنیاتو د پروسس رول
-
د هېواد په اقتصادي پراختیا کې د نباتي تیلو د استحصال رول
-
د هېواد په اقتصادي پراختیا کې د دانه بابو (Nuts) پروسس رول
یادونه:
1. د مقالو د رالېږلو وروستۍ نېټه د لړم د میاشتې ۱۵مه ده، چې له هغې وروسته بيا د منلو وړ نه ده.
2. مقاله باید په A4 پاڼو کې له اووه (۷) مخونو کمه او له پنځلس (۱۵) مخونو زیاته نه وي.
3. د مقالې لنډیز باید په انګلیسي یا په یوه ملي ژبه وي او سریزه، موخه، مبرمیت او د څېړنې پوښتنې بايد ولري.
4. د مقالې هارډ په لاندې پته واستول شي.
پته: شهر نو، د تره باز خان څلور لارې، د تیلو ټانګ ته مخامخ، د افغانستان د علومو اکاډمي، د کیمیا، بیالوژي او کرنې مرکز، د اړیکو شمېره. 0202201216