د نباتاتو په اصلاح کې د مندل د قوانینو رول

Ezatullah_admin
شنبه ۱۴۰۱/۴/۱۱ - ۱۴:۵۹
د نباتاتو په اصلاح کې د مندل د قوانینو رول

The role of Mendel's laws in plant breeding

(علمي څېړنیز کنفرانس)

نیټه : ۱۴۰۱/۴/۱۱

د کیمیا، بیولوژي او کرنې د مرکز او د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزو څېړنو د انسټيټوټ علمي غړي ښاغلي څېړنوال دوکتور شاهد الله ساپي د (د نباتاتو په اصلاح کې د مندل د قوانینو رول) تر سرلیک لاندې خپل د مکلفیت کنفرانس د علومو د اکاډمۍ د طبیعي – تخنیکي علومو د معاونیت د پوهانو او استادانو په وړاندې ارایه کړ. نوموړي لومړی د ګریګور مندل او د هغه د قوانینو په اړه علمي معلومات ارایه کړل، بیا یې د نباتاتو په اصلاح او نسلګرۍ کې د مندل د قوانینو څخه ګټه اخیستنه روښانه کړه.

د څېړنې پایلې روښانه شوې او د ترلاسه شویو پایلو پر بنسټ اړوندو ادارو ته وړاندیزونه وشول.

د کنفرانس په پای کې د ګډونوالو پوښتنې ځواب شوې او د ارزونې کمیسیون له لوري کنفرانس مثبت و ارزول شو.     

مندل په 1822میلادي کال کې په موراوایا کې زېږېدلی، اوس د چک جمهوریت برخه ده. د یو بزګر زوی و، د زده کړې ترلاسه کولو لپاره  یوې کلیسا  سره یوځای شو. ساینس سره په، ځانګړې توګه د وراثت (heredity) سره یی ډېره مینه لرله او په نخودو کې یې د وراثت مطالعه وکړه. په ډېر احتیاط سره یې هغه ځانګړتیاوې انتخاب کړې کومی چې مخلوط نه وې. مندل نژدی (28000) د نخودو بوټو باندی  1856-1863 پوره 7 کاله څېړنه وکړه او ارقام یې راټول کړل .مونږ غواړو چی د وراثت د علم مرکزي برخه چې د مندل د قوانینو سره تړاو لری، تر بحث لاندې ونیسو. که وګورو ځیني اولادونه د خپلو والدینو سره ورته والی لري، ددې تر شا کوم دلایل نغښتي دي؟

  دلیل یې دا دی چې دلته یو لړ کرکترونه دې چې د والدینو څخه بچیانو ته انتقالیږې، مګر دا په دې مانا نه ده چی اولادونه به کټ مټ د مور او پلار په شان وي.  دلته یو سلسله کوچني تغیرات شته دي، حتی که مونږ وګورو چې دوه غبرګونکې اولادونه هم یو د بل سره توپیر لري. دا د (Genetic Diversity) پایله ده.

دمندل قوانین (Mendel's Laws)

د مندل د وراثت درې قوانین: 

  1. Law of dominance (د واک قانون) (قانون غالبیت)
  2. Law of segregation  (د جلاوالی قانون)
  3. Law of independent assortment (د جلا جذب قانون)

مندل په اثبات ورسوله چې کرکترونه د والدینو څخه بچیانو ته لیږدول کېږي، چې د ګامیټ د جوړېدو په مهال د یو بل څخه جلا کېږي. هغه د لومړي ځل لپاره وموندله چې جین دوه بېلا بېلې بېلګې لري، لکه: غالب او مغلوب. د مندل د څېړنو په پایله کې جوته شوه چې کروموزمونه د ګامیټونو د تشکیل په وخت کې په مستقل ډول یو له بل څخه جلا کېږي، پرته له دې چې یو بل ته زیان ورسوي. هغه د نباتاتو جنتیکي جوړښت د جینوټایپ او باندینی جوړښت یې چې په سترګو لیدل کېږي د فینوټایپ په نوم ونومول.  د مندل د قوانینو څخه په ګټې اخیستنې سره کولای شو چې د کمیت او کیفیت له پلوه د نباتاتو او حیواناتو اصلاح شوي  نسلونه چې د آفاتو او ناروغیو په وړاندې مقاوم وي، منځته راوړو. د کورني او بهرني جرموپلازم څخه په ګټې اخیستنې سره کیدای شي چې په هېواد کې اساسي څېړنې پیل شي او په کور دننه د جوارو او په ځانګړي ډول د سبو هایبرېد (دورګه) تخمونه تولید، تخلیص او بزګرانو ته په مناسبه بیه عرضه شي.                                  

Documents

د نباتاتو په اصلاح کې د مندل د قوانینو رول پریزینټیشن

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۱/۵/۱۷ - ۱۱:۵۳
Background image

د ځلا بشر دوستې ټولنې سره د علمي آثارو مرسته وشوه؛

د ځلا بشر دوستې ټولنې د غوښتنې په اساس د افغانستان د علومو اکاډمي ګڼ شمېر علمي – څېړنیز کتابونه او ګڼې مجلې د دې ټولنې سره د مطالعې فرهنګ د دودولو او د ځوانانو د علمي کچې لوړولو لپاره. . .

یکشنبه ۱۴۰۱/۵/۱۶ - ۱۱:۰
Background image

د قره باغ ولسوالی دارالعلوم عالی عمرسره د علمي آثارو مرسته وشوه؛

د قره باغ ولسوالی دارالعلوم عالی عمرد غوښتنې په اساس د افغانستان د علومو اکاډمي ګڼ شمېر علمي – څېړنیز کتابونه او ګڼې مجلې د دې دارالعلوم سره د مطالعې فرهنګ د دودولو او د ځوانانو د علمي. . .

شنبه ۱۴۰۱/۵/۱۵ - ۱۵:۲۷
Background image

د لوګر ولایت د ښوونکو منتخبه شورا سره د علمي آثارو مرسته وشوه؛

د لوګر ولایت د ښوونکو منتخبې شورا د غوښتنې په اساس د افغانستان د علومو اکاډمي ګڼ شمېر علمي – څېړنیز کتابونه او ګڼې مجلې د دې شورا سره د مطالعې فرهنګ د دودولو او د ځوانانو د علمي کچې. . .

BACK TO NEWS