د ژورنالیزم د ارزښتونو او عامه ذهنیتونو ترمنځ د اړیکو څېړنه «علمي- څېړنیز کنفرانس»

Ezatullah_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۰/۲ - ۱۰:۵۷
د ژورنالیزم د ارزښتونو او عامه ذهنیتونو ترمنځ د اړیکو څېړنه

د «ژورنالیزم د ارزښتونو او عامه ذهنیتونو ترمنځ د اړیکو څېړنه» په نوم علمي- څېړنیز کنفرانس د روان ۱۳۹۹ لمریز کال د جدي میاشتې په لومړۍ نېټه، د افغانستان د علومو اکاډمۍ د ژورنالیزم انستیتوت علمي غړي څېړندوی محمد داود ناظم له خوا وړاندې شو.

نوموړي د کنفرانس د وړاندې کولو پرمهال وویل:

د ژورناليزم په علم کې د رسنيو له لارې د خپراوي لپاره د پيغام د غوره کولو معيار ته ارزښت وايي. د ژورناليزم ارزښتونه او عامه ذهنيتونه داسې اړيکې لري لکه د کتاب، مقالې يا سيمينار عنوان او منځپانګه چې سره اړيکه لري، په دې توپير چې عنوان د کتاب په تندي څرګند ښکاري، خو ارزښتونه پټ وي، خو عامه ذهنيتونه د ارزښتونو په لور داسې ورهڅېږي او تړل کېږي، لکه د کتاب منځپانګه (محتوا) چې له عنوان سره په ټينګه لیکه او اړيکه تړل کېږي.

د ارزښتونو په جوړښت او پايښت کې فردي او ټولنيز باورونه، ليدلوري، موخې، خصلتونه او لاسونه اغېزناک دي. بېلابېلې، هيلې، غوښتنې، پوښتنې، اړتياوې، دسيسې، وسوسې، تلوسې، د دې ښکارندې تر شا شته چې د څېړنې په ترڅ کې ترې پرده پورته شوه.

ارزښتونه په رسنيو او وګړو کې د کورنيو او بهرنيو همدارنګه د دروني او باندنيو ماهوي او شکلي عواملو له کبله را منځ ته کېږي او ورو ورو د منل شوو ارزښتونو ځای نيسي.

د ژورناليزم په ډګر کې ارزښتونه په حقيقت کې د رسنيو او د هغو تر شا د افرادو، ډلو، ادارو، استخباراتو، هېوادونو او ټولنو له ليدلورو، باورونو، فرهنګونو، موخو، پلانونو او ارمانونو څخه راپيلېږي، منل کېږي، ټاکل کېږي او د هغو پر بنسټ د رسنيو له لارې د خپرېدلو لپاره رسنيز پيغامونه او فعاليتونه هم غوره کېږي. هغه برنامې او پيغامونه چې له هغو منل شوو ارزښتونو سره همغږي ولري، د رسنيزو ورساتونکو له خوا ورته د تېرېدو اجازه ورکول کېږي او هغه چې ورسره په ټکر کې وي، په هر وره کې ورته خنډونه جوړېږي او د خپرېدو له بخته غورځول کېږي. د ټولنې له عامه ذهنيت سره د ژورناليزم د ارزښتونو د اړيکو موندل او څېړل يو خورا اړين او ستونزمن کار دی، چې د ټولنې لوړ اهداف او لاسته راوړنې ورسره نښتې دي. همدارنګه د ارزښتونو د ټاکلو او په هغه لور د رسنيو په فعاليت کې د ټولنې د کړو وړو او وړاندې تګ د جهت يا لوري د ټاکلو ځواک شته.

په رسنيزو پيغامونو او برنامو کې د ارزښتونو پيدا کول يوه داسې غوټه ده چې ستر اهداف، باورونه او نړۍليدونه هغه ټاکلياو د لوړو فکرونو، علمونو او تجربو خاوندان يې پېژندلی شي. د عامه ذهنيتونو او ارزښتونو تر منځ اړيکې هغه نامرئي اړيکې دي چې پېژندنه يې د ټولنې په بېلابېلو کچو او ابعادو کې ځانګړی مبرميت او اهميت لري. دا ځکه چې د ټولنې د افکارو او کړو وړو مسير ورپورې تړلی دی هغه چې په هرې ټولنې او هېواد کې د دولت او رعيت لپاره خورا لوړ مبرميت او اهميت ګڼل شوی دی.

ښاغلي ناظم د خپل کنفرانس موخه داسې بيان کړه:

د ژورناليزم د ارزښتونو او ذهنيتونو تر منځ د متناسبو اړيکو موندل او د ټولنې د لوړو اهدافو، غوښتنو، پوښتنو او اړتياوو د پوره کولو په لور د رسنيو او ذهنيتونو سوقول او پوهول. همدارنګه په رسنيو کې د بداړخۍ، ماده پرستۍ او داسې نورو ناسمو ارزښتونو له زهرو څخه د ټولنې ژغورل او په رسنيو کې د ګټورو ارزښتونو بنسټيز کول د دې څېړنې مهمه موخه ګڼل کېږي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۳ - ۱۰:۱۶
Background image

د آریانا مجلې نوې ګڼه چاپ شوه

آریانا مجله د افغانستان د علومو اکاډمي علمي ـ څېړنیزه مجله ده چې د اقتصاد، تاریخ او اتنوګرافي، حقوقو او سیاسي علومو، ارواپوهنې، ښوونې او روزنې، ژورنالېزم، فلسفې او ټولنپوهنې موضوعاتو په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۰:۲۶
Background image

د تحقیقات کوشاني علمي-څېړنیزې مجلې نوې ګڼه (پرله پسې ۳۵مه) چاپ شوه!

تحقیقات کوشاني؛ د افغانستان د علومو اکاډمۍ د بشري علومو اړوند کوشاني څېړنو نړیوال مرکز هغه علمي- څېړنیزه مجله ده چې په ۱۳۵۷لمریز کال کې د نوموړي مرکز له لوري تأسیس شوې ده؛ او اوس مهال. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۹ - ۱۲:۲۶
Background image

د زېري جريدې د ۱۴۰۴ل کال د ليندۍ او مرغومي مياشتې ګڼې چاپ شوې

د زېري جريده د علومو اکاډمي د ژبو او ادبياتو مرکز د پښتو ادبياتو انسټيټيوټ اړوند هغه علمي خپرنيز ارګان دی چې له نن څخه اته اتيا کلونه وړاندې په (۱۳۱۶ل) کال کې تأسيس شوی دی. دمګړۍ د دې. . .

BACK TO NEWS