د کابل مجلې تازه ګڼه چاپ شوه

Ezatullah_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۶/۱۷ - ۱۱:۴۲
3-4 ګڼه کابل مجله ۱۳۹۹ کال

کابل مجله یوه علمي ـ څېړنیزه مجله ده چې د ژبني، ادبي او فولکلوري موضوعاتو په اړه د بېلابېلو لیکوالو مقالې په کې نشرېږي. دغه مجله په کال کې څلور ګڼې خپرېږي چې دا دی د ۱۳۹۹ لمریز کال ۳ – ۴مه ګڼه چې په ۱۴۰۰ لمریز کال کې یې د چاپ او خپراوي تمه کېدله، خو په هېواد کې د سیاسي تحولاتو او ځينو نورو ملاحظاتو له کبله ځنډېدلې وه؛ د ا.ا له راتګ سره تر بیا کتنې وروسته چاپ او خپره شوه. په دغه ګڼه کې لاندې مقالې چاپ شوې دي:

. په پښتو لنډیو کې د پښتني کلتور انعکاس/ څېړنوال دکتور رفیع الله نیازی

۲. د ادبي میراثونو ساتنه/ څېړنپوه محمد نبي صلاحي

۳. د سعدالدین شپون په کیسه ییز ادب کې حدیث نفس/ څېړنوال  سید نظیم سیدي

۴. پښتو ادب او ژوند ته لومړیتوب/ څېړندویه نازو کمال

۵. خبر که فعل؟/ پوهنمل عبدالعظیم صدیقمل

۶. د میرزا خان روښاني د شمعې او پتنګ مناظرې.../ څېړندویه فضیله احمدي

۷. د سعدالدین شپون نثري او سبکي ژبه/ څېړنیار محمد اسحاق مومند

۸. د پښتو ولسي ادب په ځینو فورمونو کې د ټولنیز.../ څېړنیار لطف الله صابر

۹. د ماسټر عبدالکریم په ځینو نثرونو کې د ناخوالو.../ پوهنیار تاج محمد رحیمي

۱۰. د استادانه نثر ښکلا/ پوهنیار رحمت الله حکیمي

۱۱. د پښتو ادب په وده او پرمختیا کې د خلیج مېشتو.../ څېړنیار حمایت الله ښاد

۱۲. د تحقیق او تخلیق اړیکې/ څېړندویه سمیله احمدزۍ

۱۳. د خدايي خدمتګار غورځنګ او پښتو ادب/ څېړندوی حضرت آغا همدرد

۱۴. د کابل مجلې د ۱۳۹۹ ل کال د ګڼو د مقالو.../ څېړندوی حضرت آغا همدرد (دا د کابل مجلې ۱۳۹۹ل کال د مقالو الفبايي فهرست دی؛ دغسې د هر کال فهرست فهرست کله، کله د هماغه کال د اخري ګڼې په پای کې نشرېږي.)

تاسې کولای شئ چې دغه ګڼه د افغانستان د علومو اکاډمۍ د نشراتو او عامه اړیکو له ریاست څخه ترلاسه کړئ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۱۳:۴
Background image

د معارف القرآن او احسن الکلام تفسیرونو پرتله‌ییزه څېړنه

نن پنځنۍ / پنجشنبه د ۱۴۴۸هـ ق کال صفر المظفر ۱۵مه (۸/۵/۱۴۰۵ ل) د افغانستان د علومو اکاډمي د اسلامي علومو معاونیت د تفسیر او حدیث مرکز علمي غړي، څېړنوال عبد الرحمن حامد، د څېړنپوهۍ علمي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۸:۴۷
Background image

نړیوالتوب او پر افغانستان یې اغېزې

نن درېنۍ / سه ‎شنبه د ۱۴۴۸ هـ ق کال د صفر المظفر ۱۳مه (۱۴۰۵/۵/۶) نېټه، د افغانستان د علومو اکاډمي د اسلامي علومو معاونیت د عقیدې او ثقافت مرکز په نوښت د (نړیوالتوب او پر افغانستان یې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۱:۵۶
Background image

هند او پاکستان د دوامدرو شخړو د رېښو، لاملونو او اغېزو څېړنه

د افغانستان د علومو اکاډمۍ د سیمه ییزو مطالعاتو مرکز د جنوبي اسیا د مطالعاتو انسټیټوټ آمر معاون سرمحقق ضیاءالحق ضیا د بشري علومو په معاونیت کې د علمي غړو او د ارزونې د هیئت په حضور کې د. . .

BACK TO NEWS