د کابل مجلې تازه ګڼه چاپ شوه

Ezatullah_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۶/۲۰ - ۱۱:۴۰
۱-۲ ګڼه ۱۴۰۰ کال کابل مجله

 

کابل مجله یوه علمي ـ څېړنیزه مجله ده چې

د ژبني، ادبي او فولکلوري موضوعاتو په اړه د بېلابېلو لیکوالو مقالې په کې نشرېږي. دغه مجله په کال کې څلور ګڼې خپرېږي چې دا دی د ۱۴۰۰ لمریز کال ۱ – ۲مه ګڼه چې په ۱۴۰۰ لمریز کال کې یې د چاپ او خپراوي تمه کېدله، خو په هېواد کې د سیاسي تحولاتو او ځينو نورو ملاحظاتو له کبله ځنډېدلې وه؛ د ا.ا له راتګ سره تر بیا کتنې وروسته چاپ او خپره شوه. په دغه ګڼه کې لاندې مقالې چاپ شوې دي:

۱. په داستاني ادب کې د پېښو ارزښت/ څېړنوال سید نظیم سیدي

۲. د فابل(Fable) پېژندنه او په ادبیاتو کې یې ونډه/ څېړنپوه محمد نبي صلاحي

۳. استاد رښتين؛ د ادبي راپورتاژ ليکنې سرلارى/ څېړنوال محمد اصف احمدزی

۴. په «چونغر» کې د طبیعت انځور/ پوهنمل ګل رحمن رحماني

۵. طلايي مثلث/ څېړنپوه عبدالقیوم مشواڼی

۶. په پښتو ژبه کې تصوفي کتابونه/ پوهنمل رحمن الله قانع

۷. لیکوال او یووېشتمه پېړۍ/ څېړندوی رحیم الله حریفال

۸. ادبي پنځونې  او د پرتليزې کره کتنې تله/ څېړندوی فضل الرحمن علیزی

۹. په لنډيو کې طنزیه توکي/ محمد رحمن رحماني

۱۰. د ښکلا موزیکاله وږمه/ پوهنیار رحمت الله حکیمي

۱۱. په پښتو شعر کې نوي جوړښتونه، د هغو قواعد او بېلګې/ څېړندوی محمد داود ناظم

۱۲. د اندړو ولسوالۍ د ښځو مېله/ څېړندویه راضیه نوري

۱۳. د ځینو خاصو منظومو ولسي فورمونو خپلمنځي توپیرونه/ څېړنیار یاسر پاچا

تاسې کولای شئ چې دغه ګڼه د افغانستان د علومو اکاډمۍ د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست له ریاست څخه ترلاسه کړئ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۱۳:۴
Background image

د معارف القرآن او احسن الکلام تفسیرونو پرتله‌ییزه څېړنه

نن پنځنۍ / پنجشنبه د ۱۴۴۸هـ ق کال صفر المظفر ۱۵مه (۸/۵/۱۴۰۵ ل) د افغانستان د علومو اکاډمي د اسلامي علومو معاونیت د تفسیر او حدیث مرکز علمي غړي، څېړنوال عبد الرحمن حامد، د څېړنپوهۍ علمي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۸:۴۷
Background image

نړیوالتوب او پر افغانستان یې اغېزې

نن درېنۍ / سه ‎شنبه د ۱۴۴۸ هـ ق کال د صفر المظفر ۱۳مه (۱۴۰۵/۵/۶) نېټه، د افغانستان د علومو اکاډمي د اسلامي علومو معاونیت د عقیدې او ثقافت مرکز په نوښت د (نړیوالتوب او پر افغانستان یې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۱:۵۶
Background image

هند او پاکستان د دوامدرو شخړو د رېښو، لاملونو او اغېزو څېړنه

د افغانستان د علومو اکاډمۍ د سیمه ییزو مطالعاتو مرکز د جنوبي اسیا د مطالعاتو انسټیټوټ آمر معاون سرمحقق ضیاءالحق ضیا د بشري علومو په معاونیت کې د علمي غړو او د ارزونې د هیئت په حضور کې د. . .

BACK TO NEWS