پښتو لهجوي قاموس د موادو راټولول
د افغانستان د علومو اکاډمۍ د ژبو او ادبیاتو مرکز علمي غړي د [پښتو لهجوي قاموس] د موادو راټولولو لپاره بادغیس، غور، سرپل، سمنګان، دایکنډي، بامیان، نورستان او بدخشان ولایتونو ته سفر کړی او د همدې سیمو د قبیلو لهجه ثبت او راټولوي. د لهجو دغه مواد په نږدې راتلونکي کې د یوه قاموس په بڼه چاپیږي.
البته تر دې وړاندې د هېواد د نورو ولایتونو د اړوندو قبیلو لهجې راټولې او په کتابي بڼه چاپ او خپرې شوې دي.