په افغانستان کې د ښونو (زيتونو) روزنې ته یوه لنډه کتنه «علمي – څېړنیز» کنفرانس

Ezatullah_admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۱/۱۱ - ۸:۵۸
په افغانستان کې د ښونو (زيتونو) روزنې ته یوه لنډه کتنه  «علمي – څېړنیز» کنفرانس

کابل- د علومو اکاډمي: د علومو اکاډمي د طبیعی- تخنیکی علومو معاونیت د کیمیا، بیولوژی او زراعت مرکز علمي غړي څېړنوال دکتور ګل شاه آرینوال خپل علمي – څېړنیز کنفرانس «په افغانستان کې د ښونو روزنې ته یوه لنډه کتنه» تر سرليک لاندې د ۱۴۰۰ هـ. ش کال د کب په ۱۰مه نېټه وړاندې کړه.

نوموړي وویل، د ښونو د تجارتي باغونه په عمومي ډول د نړۍ د دوو کمربندونو په اطرافو کې یعنې له ۳۰ څخه تر ۴۵ درجو شمالي او جنوبي عرض البلد کې روزل کیږي. د ښونو ونې زر کاله را په دېخوا د مدیترانې په سیمو کې موجودې وې. له مدیترانې څخه اروپا ته او د ۱۸ پېړۍ په آخر کې کلفورنیا ته انتشار پیدا کړ چې وروسته په ۱۹مه میلادي پېړۍ کې استرالیا ته نقل شوې دي، وروسته بیا یې په ټوله نړۍ کې انتشار او پراختیا پیدا کړه. نن ورځ زيتون په ټوله نړۍ کې تر روزنې لاندې دي. د ښونو د باغونو ټوله ساحه ۷ میلیونه هکتاره ځمکه کېږي چې له یادو باغونو څخه د کار په جریان کې ۸۹ میلیونه متریک ټنه مېوه او ۱۶ میلیونو متریک ټنه د ښونو غوړي په لاس راځي چې د ښونو د ونو نړیوال تولید له ۱۳۷۸ څخه تر ۱۳۸۰لمریز کلونو په جریان کې تقریبا ۱۶ میلیونو متریکو ټنو ته رسیږي.

هغه زیاته کړه، د ښونو ونې له ډېر پخوا وختونو څخه را په دېخوا زموږ د ګران هېواد افغانستان په شرقي او جنوبي شرقي سیمو کې په ځنګلي ډول موجودې وې، خو له نن څخه ۶۰ کاله پخوا د ښونو د ونو د اصلاح کار او فعالیت پیل شو چې په خوست، پکتیا او ننګرهار سیمو کې ۱۶زره هکتاره او په کونړ، لغمان او نورستان کې ۴۹زره هکتاره ځمکه د ښونو د ونو باغونه جوړوي چې په تجارتي ډول د ښونو ونې یواځې د ننګرهار د پرمختیایي پروژې په وادي کې تر روزنې لاندې دي.

آرینوال زیاته کړه، د ښونو ونې په هغو سیمو کې چې د ورښت اندازه یې له ۲۰۰ څخه تر ۳۰۰ ملي مترو پورې وي، له اوبه کولو پرته ژوند ته دوام ورکولی شي. یادې ونې د ټولو تل شنو ونو په پرتله د ساړه په مقابل کې زیات مقاومت لري او له ۷۰۰ څخه تر ۱۰۰۰ مترو بحر سطحې پورې وده کولی شي. د ښونو ونې د نورو تل شنو ونو په پرتله د اوبو د کمښت او تودوخې په مقابل کې مقاومت لري. د ښونو ونې په شګلنو او کلې ډوله خاورو کې وده کولی شي او د نورو تل شنو ونو په پرتله د مالګینو خاورو په مقابل کې مقاومت لري چې د خاورو مناسب پي اچ (pH) یې له ۷ څخه تر ۸ پورې تعیین شوی دی. امونیم نایتریت سرې د وده يیز پړاو په جریان کې د سوپرفاسفیت، پوتاشیم سلفیت او د څارویو سرې باید د ښونو ونو ته د مني په وخت کې ورکړل شي.