د «طبیعت» ژورنال تازه ګڼه چاپ شوه!

Ezatullah_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۶/۲ - ۹:۱۲
د «طبیعت» ژورنال تازه ګڼه چاپ شوه!

د طبیعت مجله د افغانستان د علومو اکاډمۍ د طبیعي – تخنیکې علومو د معاونیت یوازینۍ علمي – څېړنیزه مجله ده چې په کال 1368 هـ . ش.  کې  یې خپروني پیل کړيدي. نوموړي مجله چې په هرو درې میاشتو کې یو ځل خپرېږي، له پخوا څخه پکې د طبیعي علومو د مختلفو برخو لکه ریاضي، فزیک، انجنیری، برېښنا او انرژي، ټکنالوژي، کیمیا، بیولوژي، طب، زراعت، جیولوژي، طبیعي جغرافیه، هایدرو میتیورولوژي او نورو برخو مقالې نشرته سپارل کېږي چې تر اوسه پوري 55 ګڼې چاپ شوي دي. دا دی اوس د طبیعت مجلې (56 – 57) -امه ګڼه د څېړنیار سید نعیم سایق په زیار او اهتمام سره تازه د چاپ په ګاڼه پسولل شوی ده چې 186 مخونه لري او د طبیعي علومو د بېلابېلو برخو په اړه پکې 13 علمي – څېړنیزي مقالې چاپ شوي دي چې سرلیکونه يې د لیکوالانو په ګډون په دې ډول دي:

 

د مقالي سرلیک

د لیکوال نوم

  1. بررسی مقایسوی رژیم های ...

سرمحقق دكتور احمد شاه عمر وردگ

  1. د پروستات په سلیمه هایپر پلازیا کې...

څېړنوال ډاکټر میرویس حقمل

  1. بررسی نحوۀ اثرگذاری فایتوپتوجن­ها ...

معاون سرمحقق محمد میا مرهون

  1. بررسی شیوع واقعات سوختگی

معاون سرمحقق داکتر تیمور شاه علیم منګل

  1. د پلورايي انصباب د عمده لاملونو ...

څېړنوال ډاکټر عبدالرحیم وردگ

  1. بررسی نقش کلکین در انتقال ...

محقق انجنیر مریم کوهستانی

  1. بررسی اقلیم کشور با روش دمارتن و ...

محقق مریم سادات

  1. تحلیل نحوۀ مدیریت فاضلابهای ...

پوهندوی محمد واثق حسینی

  1. مشخصات فزیکی – میخانیکی مرمرهای ...

معاون محقق انجنیر سید رضا احسانی

  1. تعیین ‌مشخصات فزیکی- میخانیکی ...

پوهنیار محمد عارف نیرو

  1. چگونگی تنظیم رژیم غذایی مناسب ...

معاون محقق نگینه زاهر

  1. په نباتاتو کې د هوا د ککړتیا له ...

څېړنیار محمد منیر نظیري

  1. مروری بر پدیدۀ گرمایش…

پوهنیار سید نادر نادری

 

یادونه: مينه وال کولای شي چې د طبیعت ژورنال دغه ګڼه  او د طبیعي علومو د نورو برخو په اړه علمي – څېړنیز آثار په مناسبه بیه د افغانستان د علومو اکاډمۍ د خپرونو او عامه اړيکو رياست  څخه ترلاسه کړي.

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۹/۵ - ۱۱:۴۰
Background image

په ټولنیزو رسنیو کې روایت جوړېدنه او پر عامه ذهینت یې اغېزې: د افغانستان په اړه یوه سیستماتیکه کتنه

د بشري علومو معاونیت د اجتماعي علومو مرکز علمي غړي څېړندوی عبدالرحمن الکوزي د قوس د میاشتې په ۴ نېټه ( په ټولنیزو رسنیو کې روایت جوړېدنه او پر عامه ذهینت یې اغېزې: د افغانستان په اړه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۹/۴ - ۱۲:۲۲
Background image

پکتیکا ولایت او کټواز زون د معدني زېرمو او طبیعي سرچینو د ظرفیتونو، راتلونکو لرلیدونو او اکتشافي امکاناتو تحلیل او ارزونه

د پکتیکا ولایت د کانونو او پټرولیم ریاست د غوښتنې، د افغانستان د علومو اکاډمۍ د طبیعي او تخنیکي علومو برخې د معاونیت د لارښوونې او د اکاډمۍ د محترم ریاست مقام د منظورۍ پر بنسټ، د ۱۴۰۵. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۹/۳ - ۱۱:۲۹
Background image

د طبیعت مجلې نوې ګڼه چاپ شوه

د طبیعت علمي – څیړنیزې مجلې 1368 هـ.ش. (1989 م) کال کې د افغانستان د علومو اکاډمي تر چتر لاندې په کار پېل کړی دی، چې په پښتو او دري ژبو علمي ـ څیړنیزې مقالې مني. د دغې مجلې د چاپ او نشر. . .

BACK TO NEWS