د علومو اکاډمۍ رئیس د اسلامي نړۍ له علماوو سره وکتل؛

Ezatullah_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۱۹ - ۱۲:۱۴
د علومو اکاډمۍ رئیس د اسلامي نړۍ له علماوو سره وکتل؛

د نړیوالې ټولنې پلاوي د علومو اکاډمۍ له رئیس شیخ مولوي فریدالدین محمود سره وکتل، یاد پلاوي د علماوو په استازیتوب د افغانستان د ازادۍ مبارکي ورکړه او دا یې د ټولې اسلامي نړۍ ویاړ وبلله، همدارنګه یې د ا. ا له لوري د عمومي عفوي او هغې ته یې د ژمن پاتې کېدو دریځ وستایه.

نوموړي پلاوي له خپل لوري د هر ډول مرستې ډاډ هم ورکړ.