د تفاسیرو په رڼاکې د العصر سورت پرتلیز تفسیر

Ezatullah_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۱۰ - ۱۳:۴

(علمي- څېړنیزې رسالې دفاع)

د افغانستان د علومو اکاډمي د تفسیر او علوم القرآن انسټیټوت علمي غړي محترم نوماند څېړنیار عصمت الله رحمتزي له خپلې علمي- څېړنيزې رسالې (د تفاسیرو په رڼاکې د العصر سورت پرتلیز تفسیر) د څېړنیارۍ علمي رتبې ته لوړاوي په موخه په 1401/11/9 هـ.ش نېټه د پوهانو، څېړونکو او استادانو په شتون کې بریالۍ دفاع وکړه.

نوموړي په دغې علمي- څېړنیزه پروژه کې د العصر سورة د تفسیر مختلف اړخونه څېړلي او په پرتلییز تفسیر باندې یې بحث کړی.

دغه رساله په پايلې، وړاندیزونو او مأخذونو په وړاندې کولو سره راټوله شوې وه.