د علمي- څېړنیزو مقالو د لیکلو خبرتیا

Ezatullah_admin
د مقالو لست

د افغانستان د علومو اکاډمي په پام کې لري چې د روان کال د مرغومي د میاشتې په وروستۍ اونۍ کې د طبیعي – تخنیکي علومو معاونیت د کیمیا، بیالوژي او کرنې مرکز له لورې «د هیواد د اقتصاد په وده کې د کرنیزو محصولاتو د پروسس رول» تر سرلیک لاندې د علومو اکاډمي د علامه احمد علي کهزاد د سمینارونو په تالار کې علمي ـ څېړنیز سیمینار دایر کړي.

 په دې توګه ټولو لیکوالانو، پوهانو او د هېواد علمي شخصیتونو څخه هیله کېږي چې د دوی د غوښتنو او تخصص سره سم د لاندې سرلیکونو څخه، یا د سیمینار اړوند موضوعاتو په غوره کولو د (۱۴۰۲) هجري لمریز کال د لړم د میاشتې تر (۱۵مې) نېټې پورې د هېواد په یوه ملي ژبه (پښتو او دري) خپلې مقالې چمتو او د افغانستان د علومو اکاډمي د طبیعي - تخنیکي علومو معاونیت ته راولېږي.

د مقالو سرلیکونه:

  1. د هېواد په اقتصادي پراختیا کې د څرمن جوړونې صنعت د رول څېړل

  2. د هېواد په اقتصادي پراختیا کې د ټوکر جوړونې صنعت د رول څېړل

  3. د هېواد په اقتصادي پراختیا کې د څارویو د وړیو پروسس د رول څېړل

  4. د هېواد په اقتصادي پراختیا کې د کنسرو جوړونې رول

  5. د هېواد په اقتصادي پراختیا کې د بېلابېلو ترشي بابو د جوړولو رول

  6. د هېواد په اقتصادي پراختیا کې د شکرې جوړونې صنعت د رول څېړل

  7. د مالدارۍ په پراختیا کې د حیواناتو د متوازنې جیرې د برابرولو رول

  8. د هېواد په اقتصادي پراختیا کې د لرګیو صنعت د  رول څېړل

  9. د کرنې په پراختیا کې د کرنیزو محصولاتو د بازار موندنې رول

  10. د هېواد په اقتصادي پراختیا کې د غلو دانو د پروسس رول

  11. د هېواد په اقتصادي پراختیا کې د ممیزو د پروسس رول

  12. د اتومي وړانګو په واسطه د کرنیزو محصولاتو ساتنه او د کرنې له پراختیا سره یې اړیکې

  13. د هېواد په اقتصادي پراختیا کې د کاغذ جوړونې صنعت د رول څېړل

  14. د هېواد د کرنې په پراختیا کې د سړو خونو د رول څېړل

  15. د مالدارۍ په پراختیا کې د لبنیاتو د پروسس رول

  16. د هېواد په اقتصادي پراختیا کې د نباتي تیلو د استحصال رول

  17. د هېواد په اقتصادي پراختیا کې د دانه بابو (Nuts) پروسس رول

یادونه:

1.       د مقالو د رالېږلو وروستۍ نېټه د لړم د میاشتې ۱۵مه ده، چې له هغې وروسته بيا د منلو وړ نه ده.

2.       مقاله باید په A4 پاڼو کې له اووه (۷) مخونو کمه او له پنځلس (۱۵) مخونو زیاته نه وي.

3.       د مقالې لنډیز باید په انګلیسي یا په یوه ملي ژبه وي او سریزه، موخه، مبرمیت او د څېړنې پوښتنې بايد ولري.

4.       د مقالې هارډ په لاندې پته واستول شي.

پته: شهر نو، د تره باز خان څلور لارې، د تیلو ټانګ ته مخامخ، د افغانستان د علومو اکاډمي، د کیمیا، بیالوژي او کرنې مرکز، د اړیکو شمېره. 0202201216

Documents

د مقالو لستونه

اعلانونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۵:۲۲
Background image

د علمي ـ څېړنیزو مقالو د غوښتنې خبرتیا

د افغانستان د علومو اکاډمي د طبیعي ـ تخنیکي علومو معاونیت د طب مرکز په پام کې لري چې (په معاصر طبابت کې د نویو ټکنالوژیو ونډه) تر سرلیک لاندې علمي ـ څېړنیز کنفرانس ترسره کړي. له همدې . . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۵۸
Background image

د ژبې آزموینې د پایلو خبرتیا!

د افغانستان د علومو اکاډمي د تیرې دوه‌نې (دوشنبې) ورځي ( 20/تلې/۱۴۰۵) نېټې د علومو اکاډمي د کادري بستونو نوماندانو د ژبې آزموینې پایلې په لاندې لینک کې کتلی شئ.

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۲:۴۳
Background image

د علومو اکاډمي د کادري بستونو د ژبې ازموینې خبرتیا!

ټاکل شوې ده چې د علومو اکاډمۍ د کادري ازموینې کمېټه په مسلکي ازموینه کې له بریالي شوو نوماندانو څخه د ۱۴۰۵ لمریز کال د تلې (میزان) میاشتې په ۲۰مه نېټه د دوه‌نۍ (دوشنبې) په ورځ د ژبې . . .

Back to announcements