سواتنامه د معاصر یونليک د ځانګړنو په رڼا کې

Ezatullah_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۷/۴ - ۱۰:۹

« علمي - څیړنیزه مقاله »

لیکوال: څېړنیار حمایت الله ښاد

لنډیز

   ژوند یو سفر دی او د ژوند هر غړی یو مسافر دی، څوک په وچه صحرا کې په سفر روان وي او څوک بیا د شنو ونو یخو سیورو او د سړو چینو په غاړه ناست له خپل سفر څخه خوند اخلي. د ژوند سفر د خوند او رنګ، درد و غم، تکلیف او ارام سره مل وي. خوشحال خان د ژوند په دغه لنډ تنګ سفر کې پر نورو وړو سفرونو سربېره سوات ته ځي او له سفر وروسته خپل سفر ته رنګیني ورکوي او په منظومه ژبه یې د کتاب پر پاڼو پرېږدي.

   په دې لیکنه کې به په سواتنامې کې د معاصرې سفرنامې پر ځانګړنو سربېره د سوات په لرغونتیا او عام فرهنګي وضعیت باندې هم بحث وشي او دا به جوته شي چې د خوشحال سواتنامه د سفرنامو په کوم کتار کې درېږي.

Documents

Swatnama in the Light of Contemporary Features of Travelogue.pdf