په پښتو لنډیو کې د متلونو او اصطلاحاتو تحلیلي څېړنه

Ezatullah_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۸/۲۳ - ۱۴:۱۸

(د علمي ـ څېړنیزې پروژې دفاعیه غونډه)

د افغانستان د علومو اکاډمي د بشري علومو د معاونیت، د ژبو او ادبیاتو مرکز، د پښتو ژبې او ادبیاتو انسټیټوټ علمي غړي څېړنوال شهزاده توحیدمل څېړنپوه علمي رتبې ته د لوړاوي په موخه په ۲۲/۸/ ۱۴۰۲ نېټه له خپلې علمي څېړنیزې پروژې (په پښتو لنډیو کې د متلونو او اصطلاحاتو تحلیلي څېړنه) څخه چې د څېړنپوه دکتور سید محی الدین هاشمي په لارښوونه یې بشپړه کړې وه، د ټاکلي کمیسیون د غړو او ګډونوالو څېړونکو پر وړاندې یې بریالۍ دفاع وکړه او د اړوند کمیسیون له خوا د رایو په یووالي سره تائيد شوه.