«د مسجع نثر څېړنه» اثر چاپ شو

Ezatullah_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۹/۱۶ - ۹:۵۱
د مسجع نثر څېړنه

«د مسجع نثر څېړنه» د افغانستان د علومو اکاډمۍ د ژبو او ادبیاتو مرکز د پښتو ژبې او ادبياتو انسټيټوټ د علمي غړي ښاغلي څېړنپوه محمد اصف احمدزي اثر دی چې د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست له خوا په ۴۴۰ وزيري سايز مخونو کې چاپ شوی دی.

پر دې اثر اکاډميسين دوکتور سيد محی الدین هاشمي د لارښود استاد په توګه، څېړنپوه زلمي هېوادمل، څېړنپوه نصرالله ناصر، څېړنپوه محمد نبي صلاحي او څېړنپوه دوکتور عبدالظاهر شکیب د تقریظ ورکوونکو په توګه خپل نظریات لیکلي دي.

د دغه اثر په لومړي څپرکي کې د موضوع شالید ته کتنه شوې، په دويم څپرکي کې د نثر پر پېژندنې او د پښتو نثر په پرمختيايي بهير بحث شوی، په درېيم څپرکي کې د مسجع نثر پېژندنه شوې او د هغه د پيدايښت څرنګوالی جوت شوی، په څلورم څپرکي کې په پښتو ادب کې د مسجع نثر د تاريخي بهير څېړنه شوې ده، په پنځم څپرکي کې په پښتو ادب کې په مسجع نثر د ليکل شوو آثارو تحليلي څېړنه او ارزونه شوې او شپږم څپرکي کې په وروستيو دوو پېړيو او معاصره ادبي دوره کې د پښتو مسجع نثر ليکنې بهير څېړل شوی دی.

دغه اثر پر پايلې وړانديزونو او مأخذونو پای ته رسېدلی دی.

د دغه اثر د منځپانګې لومړي مخونه په لاندې لينک کې لوستلی او تر لاسه کولی شئ:

https://asa.gov.af/sites/default/files/2023-12/A%20Study%20of%20Prose%20Poem%20%28Mosajja%20Prose%29_0.pdf

يادونه: دغه کتاب د علومو اکاډمۍ د اطلاعاتو او عامه اړيکو له رياست څخه په مناسبه بيه تر لاسه کولای شئ.

د اړيکې شمېره: ۰۲۰۲۲۰۱۱۷۹

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۱۳:۴
Background image

د معارف القرآن او احسن الکلام تفسیرونو پرتله‌ییزه څېړنه

نن پنځنۍ / پنجشنبه د ۱۴۴۸هـ ق کال صفر المظفر ۱۵مه (۸/۵/۱۴۰۵ ل) د افغانستان د علومو اکاډمي د اسلامي علومو معاونیت د تفسیر او حدیث مرکز علمي غړي، څېړنوال عبد الرحمن حامد، د څېړنپوهۍ علمي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۸:۴۷
Background image

نړیوالتوب او پر افغانستان یې اغېزې

نن درېنۍ / سه ‎شنبه د ۱۴۴۸ هـ ق کال د صفر المظفر ۱۳مه (۱۴۰۵/۵/۶) نېټه، د افغانستان د علومو اکاډمي د اسلامي علومو معاونیت د عقیدې او ثقافت مرکز په نوښت د (نړیوالتوب او پر افغانستان یې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۱:۵۶
Background image

هند او پاکستان د دوامدرو شخړو د رېښو، لاملونو او اغېزو څېړنه

د افغانستان د علومو اکاډمۍ د سیمه ییزو مطالعاتو مرکز د جنوبي اسیا د مطالعاتو انسټیټوټ آمر معاون سرمحقق ضیاءالحق ضیا د بشري علومو په معاونیت کې د علمي غړو او د ارزونې د هیئت په حضور کې د. . .

BACK TO NEWS