د ټولنې په اصلاح او روزنه کې د رسنيو رول

Ezatullah_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۶ - ۱۰:۵۶
څېړنوال محمد داود ناظم

د افغانستان د علومو اکاډمۍ د بشري علومو معاونيت د ټولنيزو علومو ریاست د ژورناليزم انستيتوت آمر څېړنوال محمد داود ناظم د څېړنپوه علمي رتبې ته د لوړاوي لپاره له لايحې سره سم خپل علمي-څېړنيز کنفرانس «د ټولنې په اصلاح او روزنه کې د رسنيو رول» د علومو اکاډمۍ د څېړونکو، استادانو او د ژورناليزم انستيتوت د علمي غړو په ګډون د علومو اکاډمۍ د بشري علومو په معاونيت کې وړاندې کړ.

ښاغلي ناظم د خپلې څېړنې په ترڅ کې وويل چې د ټولنې اصلاح او روزنه دوه داسې مهم مطالب دي چې د بشري ټولنې وياړونه او پرمختګونه ورسره تړلي دي. د روزنې له مهمو موخو څخه د انسانانو اصلاح ده چې اسلامي شريعت او پخوانيو الهي اديانو هم ورته د لومړیتوبونو په سترګه کتلي او زیاته پاملرنه يې ورته کړې. با مسؤليته حکومتونه او د کورنيو مشران هم د خپلو خلکو په روزنه او اصلاح کې زیاته بودیجه او بشري ځواک په کار اچوي، په دې لاره کې د خپل عصر له فرصتونو، امکاناتو او وسايلو څخه اعظمي ګټه اخلي، ترڅو له خپلو باورونو او اهدافو سره سمه روزل شوې او صالحه ټولنه جوړه کړي.

د رسنيو د متخصصينو او څېړونکو له خوا د ټوليزو اطلاعاتو وسايل او ټولنيزې رسنۍ اغېزناکې ثابتې شوې دي، نو په کار ده چې له رسنيو څخه د ټولنې په دې دوو اولويتونو (اصلاح او روزنه) کې ښه شرعي، قانوني او معياري ګټه واخيستل شي، ترڅو د يوې داسې صالحې او روزل شوې ټولنې لرونکي شو چې د دنيا او آخرت د نېکمرغۍ سبب شي.

رسنۍ د اسلامي شريعت، قوانينو او د ژورناليزم د ارزښتونو او رسنيزو اخلاقو په رڼا کې مثبتې اغېزې لري، که رسنۍ د ټولنې په اصلاح او روزنه کې له همدې اډانو سره سمې وکارول شي د ټولنې د چټک پرمختګ، سوکالۍ او نېکمرغۍ له اسبابو څخه جوړېدلی شي.

اوسمهال د ا.ا.ا له لوري د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت له لارې د ټولنې اصلاح او سالمه روزنه د نظام له لومړیتوبونو څخه ګڼل کېږي، له رسنيو څخه په دې برخه کې ډېره ښه اغېزناکه ګټه اخيستل کېدلی شي.

د کنفرانس په وروستۍ برخه کې ښاغلي ناظم خپل وړاندیزونه وړاندې کړل. ورپسې د ګډونوالو له خوا د موضوع اړوندو پوښتنې وشوې چې د څېړونکي له خوا قناعت ورکوونکي ځوابونه ورکړای شول.

په پای کې دغه علمي-څېړنيز کنفرانس د ارزونې د کميسيون له لوري د رايو په اتفاق مثبت و ارزول شو.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۵ - ۱۴:۴۳
Background image

دټولنیزو شبکو له لارې د نکاح عقد د حنفي فقه په رڼا کې

نن څلورنۍ/چهارشنبه د ۱۴۰۴ل کال د لیندۍ/قوس په ۵مه نېټه، د افغانستان د علومو اکاډمي د اسلامي علومو معاونیت د فقه او قانون مرکز علمي غړي او د ثقافت دیپارتمنت آمر څیړندوی اسدالله میاخیل. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۵ - ۹:۵۹
Background image

شمارۀ 86 مجلۀ علمی – تحقیقی تبیان به زیور چاپ آراسته شده

تبیان مجله ای است که از بخش علوم اسلامی اکادمی علوم به نشر می رسد، حاوی موضوعات عقیده، تفسیر و علوم القرآن، حدیث و علوم حدیث، سیرت، فقه، اصول فقه، تاریخ اسلام و ثقافت اسلامی می باشد،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۴ - ۱۴:۲۲
Background image

د علومو اکاډمۍ د علمي شورا غونډه

د افغانستان د علومو اکاډمۍ علمي شورا خپله نوبتي غونډه د ۱۴۰۴ ل کال د لیندۍ میاشتې پر ۴ مه نېټه ترسره کړه. په دې غونډه کې د علومو اکاډمۍ د بېلابېلو علمي برخو د علمي کادر د غړو علمي –. . .

BACK TO NEWS