د افغانستان د علومو اکاډمي په انګړ کې د فتحې ماښام تر سرلیک لاندې علمي – فرهنګي غونډه ترسره شوه

Ezatullah_admin
شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۹:۳۸
د افغانستان د علومو اکاډمي په انګړ کې د فتحې ماښام تر سرلیک لاندې علمي – فرهنګي غونډه ترسره شوه

د پنجشنبې په ورځ د اسد / زمري په ۲۳مه نېټه د ماښام په 6:30 بجو د افغانستان د علومو اکاډمي په انګړ کې د فتحې ماښام تر سرلیک لاندې علمي – فرهنګي غونډه ترسره شوه، یاده غونډه د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه، په سر کې د افغانستان د علومو اکاډمي عمومي رئیس شیخ الحدیث مولوي فرید الدین محمود د مجاهدینو د سرښندونو او مبارزې او د شهیدانو د قربانیو په ارزښت او د افغانستان د لویې فتحې په اهمیت باندې د غوڼدې ګډونوالو ته پیلیزه وینا وکړه.

ورپسې د لوړو زده کړو پخواني معین دکتور لطف الله خیرخواه د علومو اکاډمي له مشرتابه څخه د یادې غونډې د جوړلو په پار ستاینه وکړه او زیاته یې کړه چې د اسد ۲۴مه یوازې د امریکا ماتې نه وه او نه دا یوازې د ناټو او د دې اتلافیانو ماتې وه بلکې په دې ماتې کې ټوله نړۍ شریکه وه، او دا ډېره مهمه خبره ده، چې افغانانو په نشته امکاناتو سره دا ستره بریا لاسته راوړه، د عقل له مخې دا ممکنه نه وه چې  دې زبرځواکونو ته ماتې ورکړي او د امریکا ټول متحدین دې په یوځل له افغانستان څخه وتښتي، او افغانان دې په کمو تجهیزاتو نړۍ ته ماتې ورکړي. خو د الله تعالی په مرسته او د مجاهدینو د پاک نیت او اخلاص په برکت سره افغانانو ټوله نړۍ ته په دې میړانې سره دا چلینج ورکړ چې بیا د دوی خاوره !شغال نه کړي.

په یاده غونډه کې له کوزې پښتونخوا څخه راغلو درنو مېلمنو هر یو ښاغلي پرفیسور دکتور اباسین یوسفزي، ښاغلي پروفیسور ډاکټر علي خېل دریاب او ښاغلي شهباز محمد شهباز هم ګډون وکړ او افغانانو ته یې د فتحې مبارکي وویله او د غونډې ګډونوالو ته یې خپل شعرونه هم وړاندې کړل.

ورپسې د افغانستان د علومو اکاډمي د تاریخ برخې علمي غړي څېړندوی ولي الله ارین د فتحې په اړه خپله عملي مقاله وړاندې کړه، ښاغلي ارین صاحب وویل: په خلکو کې معمول خبره ده چې وايي، د نعمت په قدر سړی هغه مهال ښه پوهېږي چې له لاسه یې ووځي. خپلواکي هم کټ مټ همداسې ده، کله چې انسان ترې بې برخې شي، بیا یې په ارزښت پوهېږي. د یوه نعمت له دوباره تر لاسه کولو وروسته باید هڅه وشي، چې هغه د تل لپاره له ځان سره وساتل شي.

وروسته د علومو اکاډمي د دائرة المعارف مرکز رئیس څېړنپوه خادم احمد حقیقي د اسلامي نظام د تلپاتې پایښت لارې چارې تر سرلیک لاندې خپله علمي ـ څېړنیزه مقاله وړاندې کړه، ښاغلي حقیقي صاحب وویل: په ټولیزه توکه، د اسلامي نظام په اړه دوه اړخونه مطرح دي: لومړی د اسلام نظامي اقامه او انفاذ او دويم د اسلامي نظام پايښت او بقاء په لومړي ګام کې، يو نظام چې ځان ته اسلامي نظام وايي، په دې صورت کې بقا او پايښت موندلى شي چې ټولې چارې يې لکه: قضايي، ادارې، حقوقي، فرهنګي، اقتصادي، سياسي او علمي د اسلامي شريعت له احکامو سره منطبق او موافق وي.

ورپسې د علومو اکاډمي د ژبو او ادبیاتو مرکز علمي غړي څېړنپوه دکتور رفیع الله نیازي اسلامی امارت د لاسته راوړنو په اړه خپله عملي ـ څېړنیزه مقاله وړاندې کړه، ښاغلي نیازي صاحب وویل: پر ۱۴۰۰ ل او ۲۰۲۱ م کال له افغانستان څخه د امریکا په مشرۍ د ناټو ځواکونو له وتلو او د جمهوري دولت له پرځېدو سره، د افغانستان اسلامي امارت بیا داخلي فتحه او واکمنېدو د افغانستان د معاصر تاریخ خورا مهمه بېلګه ګڼل کېږي. دا پېښه نه یوازې د هیواد د بشپړ خپلواکۍ او آزادۍ نښه وه، بلکې په سیاسي، امنیتي، اقتصادي، فرهنګي او نورو برخو کې د پام وړ بدلونونه راوستل.

وروسته د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نشراتي معین مهاجر فراهي صاحب وینا وکړه او ویې ویل: د اسد ۲۴ مې کامیابۍ ترټولو مهم راز د اطاعت موضوع وه چې مجاهدینو په ټوله معنی باندې ترسره کاو، او بل د صفونو د وحدت موضوع او اخلاص او دنیت پاکوالی و، اصل خبره دا ده چې انقلاب راوړل اسان کار دی خو ساتل یې سخت دی زحمت او قربانۍ غواړي ، اوس چې افغانستان اسلامي امارت څلور کلونه پوره شوي سره د ټولو ستونزو او مشکلاتو چې په مخ کې یې لرل الحمدلله د دښمنانو هغه اټکلونو او ګومانونو چې ویل به یې چې نظام او حکومتولي به یې دوام ونه کړي، خو افغانستان اسلامي امارت دا ثابته کړه چې له ستونزو او ننګونو سربېره څلور کاله د دې نظام پوره شول.

ورپسې د علومو اکاډمي د تاریخ برخې علمي غړي څېړنپوه دکتور محمد حلیم تنویر د اسد د ۲۴مې د فتحې په ویاړ وینا وکړه او ویې ویل: د ۲۴ اسد د فتحې ورځ مبارکي ټولو مجاهدینو او د افغانستان ولس ته وایم، مونږ افغانانو چې دا لویه فتحه او لاسته راوړنه ترلاسه کړې، دا همداسې ساتنه هم غواړي، نو باید په هره برخه کې له دې سترې لاسته راوړنې څخه ساتنه وکړو او لکه څرنګه چې د مبارزې په ډګر کې وځلېدلو نو همداسې باید په علمي او تحقیقي برخه کې هم مخ په وړاندې لاړ شو او هېواد د سیمې له سیالانو سره سیال کړو.

په یاده غونډه کې د نورو مېلمنو ترڅنګ د هېواد ګڼو شاعرانو او ادیبانو هم ګډون کړی و چې د دوی له جملې څخه هر یو ښاغلي اکرام الدین مفتون، ښاغلي عبد الستار سعید، ښاغلي مولوي ضیاء الرحمن مدني، ښاغلي مل غني خېل، ښاغلي څېړندوی شیر حسن کمالزي، ښاغلي شرر صافي، ښاغلي مولوي محمد وزیر عمري د غونډې ګډنوالو ته خپل ترنم او شعرونه وړاندې کړل.

غونډه د مهاجر فراهي صاحب په دعائیې سره پای ته ورسېده.