(په افغانستان کې د اسلامي دورې د آبداتو اهمیت او ارزونه) تر سرلیک لاندې علمي ـ څېړنیز کنفرانس ترسره شو

Ezatullah_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۰ - ۱۶:۵۲
(په افغانستان کې د اسلامي دورې د آبداتو اهمیت او ارزونه) تر سرلیک لاندې علمي ـ څېړنیز کنفرانس ترسره شو

د افغانستان د علومو اکاډمۍ د بشري علومو معاونیت د لرغون‌پېژندنې مرکز په نوښت، د (په افغانستان کې د اسلامي دورې د آبداتو اهمیت او ارزونه) تر سرلیک لاندې علمي ـ څېړنیز کنفرانس د ۱۴۰۵ هـ.ش کال د لړم/ عقرب میاشتې په ۲۰مه، د څلورنۍ/ چهارشنبې په ورځ، د علومو اکاډمي د کنفرانسونو په تالار کې ترسره شو.

کنفرانس د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شو، په پیل کې د علومو اکاډمۍ د لرغون‌پېژندنې مرکز رئیس څېړنوال محمد انور فایز د کنفرانس د چمتووالي د کیفیت او څرنګوالي په اړه څو خبرې وکړې.

یاد کنفرانس د علومو اکاډمۍ د طبیعي ـ تخنیکي علومو مرستیال، شیخ الحدیث مولوي امیرجان ثاقب صاحب په وینا افتتاح شو. محترم ثاقب صاحب په خپلو خبرو کې د اسلامي آبداتو پر تاریخي، علمي او فرهنګي اهمیت رڼا واچوله او څرګنده یې کړه چې دغه آثار یوازې تاریخي ودانۍ نه دي، بلکې د اسلامي تمدن، علمي پرمختګ، فرهنګي هویت او د مسلمانانو د فکري او هنري نوښتونو ژوندي اسناد دي، د دغو آبداتو پېژندنه او ساتنه د دې لپاره اړینه ده، چې راتلونکي نسلونه له خپل اسلامي تاریخ، تمدن او علمي ویاړونو سره اشنا شي.

ورپسې د ریاست‌الوزراء د اداري مرستیال سلاکار، ډاکټر محمد الدین، د تاریخي آبداتو د ارزښت په اړه خبرې وکړې، ویې ویل چې تاریخي آثار باید یوازې د لیدلو په موخه ونه کتل شي، بلکې د هغوی په اړه باید فکر وشي، تاریخي حقایق یې وپېژندل شي او له تېرو پېښو څخه عبرت واخیستل شي. هغه زیاته کړه چې تاریخي آثار یوازې د خښتو او ډبرو جوړښتونه نه دي، بلکې د یوه ملت د تاریخ، پوهې، ټولنیزو اړیکو، فرهنګ او تمدن ارزښتناک اسناد دي؛ نو د هغوی له منځه تلل د ملي هویت او تمدني شالید د یوې مهمې برخې له لاسه ورکول دي.

وروسته د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مرستیال، مخدوم عبدالسلام سعادت، د افغانستان د اسلامي تاریخ او تاریخي آبداتو پر ارزښت خبرې وکړې. محترم سعادت صاحب وویل چې افغانستان د صحابه کرامو رضوان الله علیهم اجمعین له وخته د اسلام په رڼا روښانه شوی او د بلخ، هرات، غور، کندهار او نورو سیمو تاریخي آثار د اسلام د خپرېدو، اسلامي فرهنګ او تمدني هڅو څرګند اسناد دي. هغه د هغو علماوو او تاریخي شخصیتونو یادونه هم وکړه چې د اسلام د دفاع او د اسلامي ارزښتونو د ساتنې لپاره یې قربانۍ ورکړې دي. نو دغه لرغونی میراث باید د علماوو، پوهانو او څېړونکو له خوا په علمي او مستنده توګه وڅېړل شي او راتلونکو نسلونو ته ولېږدول شي.

همداراز د لوړو زده کړو وزارت معین، مولوي ضیاءالرحمن الاریوبي، د اسلامي آبداتو د تاریخي مخینې او ارزښت په اړه وینا وکړه. محترم اریوبي صاحب د دارالارقم مرکز، د مسجد قباء او د مسجد نبوي د ډبرې اېښودل د اسلامي آبداتو له لومړنیو بېلګو څخه یاد کړل او څرګنده یې کړه چې د صحابه کرامو د دعوتي او جهادي هڅو له امله د اسلامي تمدن آثار د نړۍ بېلابېلو سیمو ته رسېدلي او افغانستان هم د دغه تاریخي میراث مهمه برخه ده، چې په کابل کې د صحابه کرامو د جهادي فعالیتونو د تاریخي نښې او د هغوی مقبرې د افغانستان د اسلامي هویت او د اسلام په لار کې د قربانیو ارزښتناکې نښې دي؛ نو د دغو آبداتو مسلکي ترمیم، ساتنه او راتلونکو نسلونو ته یې سالم انتقال زمونږ د ټولو مسؤلیت دی.

په کنفرانس کې د ملګرو ملتونو ښوونیزې، علمي او فرهنګي ادارې (یونیسکو) پیغام هم ولوستل شو. په پیغام کې د افغانستان اسلامي آبدات د هېواد د لرغوني تمدن، هنري نوښتونو او علمي تبادلو ارزښتناکې نښې او د بشریت ګډ فرهنګي میراث بلل شوي وو. همدارنګه د جام منار، د بامیانو د درې تاریخي آثارو او د هرات او بلخ د تاریخي ښارونو د نړیوال ارزښت یادونه شوې وه. یونیسکو د جام منار، د هرات د مصلی مجموعې، د غزني تاریخي آبداتو، د احمدشاه بابا او میرویس خان نیکه د مقبرو او د بامیانو د اسلامي دورې د تاریخي سیمو په ساتنه او بیارغونه کې د خپلو همکاریو یادونه وکړه. په پیغام کې د افغان متخصصینو روزنه، د سیمه‌ییزو ټولنو ګډون او د تاریخي آبداتو د ساتنې لپاره د نړیوالو همکاریو پیاوړتیا مهم لومړیتوبونه وبلل شول او خبرداری ورکړ شو چې دغه آثار لا هم د سېلابونو، زلزلو او تخریب له ګواښونو سره مخامخ دي.

ورپسې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت پیغام ولوستل شو. په یاد پیغام کې وویل شول: دغه آبدات د هېواد د دیني هویت، علمي پرمختګ، هنري نوښت، فرهنګي اصالت او د تېرو نسلونو د تمدني عظمت ژوندي اسناد دي، چې د دغو تاريخي ابداتو پېژندنه، علمي څېړنه، مستندسازي، ساتنه او بيارغونه زموږ د ټولو ګډ مسؤولیت دی. د تاريخي آبداتو ساتنه په حقيقت کې د هېواد د تاریخي هویت او راتلونکو نسلونو د فرهنگي ميراث ساتنه ده. هیله ده چې دغه کنفرانس د علمي څېړنو تخصصي بحثونو او عملي وړانديزونو له لارې د اسلامي دورې د ابداتو د ارزښت په روښانولو او د هغوی د ساتنې په برخه کی اغېزمنې پايلې ولري.

د کنفرانس دویمه برخه علمي برخه وه چې له ( ۱۸) عنوانه علمي – څېړنیزو مقالو چې په پښتو او دري ژبو ليکل شوې وې، د وخت د کمښت په اساس ترې (۸) مقالې ولوستل شوې او په پای کې د مقالو محتوا او مطرح شویو وړاندیزونو ته په کتو سره، لاندې پرېکړې تصویب شوې:

۱ـ د لرغونو ساحو د غیرقانوني کېندنو او د اثارو د قاچاق او ترافیک د مخنیوي په اړه، د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د ۱۴۰۲/۴/۳۱ نېټې د (۱) ګڼې حکم په اساس، په دې برخه کې د اړوندو اداري او امنیتي مسؤولینو جدي پاملرنه غواړو.

۲ـ د جام منار تاریخي اهمیت او د معمارۍ او هنر نامتو ارزښتونو ته په اشارې، د اطلاعاتو او فرهنګ محترم وزارت ته د یونیسکو سازمان او نورو ملي او نړیوالو بنسټونو په تخنیکي او تخصصي همکارۍ وړاندیز کېږي چې د یاد منار د ساتنې او پالنې په برخه کې هر څومره ژر لازم او دوامداره اقدامات وکړي.

۳ـ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته وړاندیز کېږي چې د افغانستان د علومو اکاډمۍ او د یاد وزارت د لرغون پېژندونکو او د لوړو زده کړو وزارت د لرغون‌پوهنې څانګې د استادانو او څېړونکو ترمنځ د ګډې علمي او تخنیکي همغږۍ او همکارۍ زمینه برابره کړي، ترڅو د ګډو پروګرامونو د تدوین له لارې، ساحوي فعالیتونه او علمي او لرغون‌پېژندونکې څېړنې په منظم او همغږۍ توګه ترسره کړي.

۴ـ د هېواد فرهنګي، علمي، تبلیغاتي او د رسنیو منسجمو بنسټونو ته وړاندیز کېږي چې د مشخصو تدابیرو له لارې په دوامداره توګه د یوه منظم پروګرام په اډانه کې، د تجربه لرونکو شخصیتونو او څېړونکو په مرسته د تاریخي بناوو او اثارو د اهمیت او څرنګوالي په روښانولو کې د عامه اذهانو د بیدارۍ لپاره کار وکړي.

۵ـ د یونیسکو سازمان ته وړاندیز کېږي چې د افغانستان د علومو اکاډمۍ او نورو اړوندو بنسټونو په همکارۍ، په هرات، بلخ او غزني ولایتونو کې د اسلامي دورې د هغو تاریخي بناوو او سیمو د څېړلو، ارزولو او ثبتولو زمینه برابره کړي چې د نړیوالو میراثونو په لومړني فهرست کې شامل دي، ترڅو د یونیسکو په دایمي نړیوال فهرست کې په رسمي توګه ثبت شي.

۶ـ علومو اکاډمۍ ته وړاندیز کېږي چې د دغه کنفرانس د مقالو ټولګه چاپ او خپره کړي.

یاد کنفرانس د څېړنپوه سید حبیب شاکر په مثبته ارزونه او دعائیې سره پای ته ورسېد.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۰ - ۱۶:۵۲
Background image

(په افغانستان کې د اسلامي دورې د آبداتو اهمیت او ارزونه) تر سرلیک لاندې علمي ـ څېړنیز کنفرانس ترسره شو

د افغانستان د علومو اکاډمۍ د بشري علومو معاونیت د لرغون‌پېژندنې مرکز په نوښت، د (په افغانستان کې د اسلامي دورې د آبداتو اهمیت او ارزونه) تر سرلیک لاندې علمي ـ څېړنیز کنفرانس د ۱۴۰۵ هـ.ش. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۰ - ۱۴:۲۵
Background image

د زړه د دسامونو د تنګوالي او عدم کفايې د اپیډیمیولوژي او اختلاطاتو څېړنه

د ۱۴۰۵ له کال د لړم (عقرب)  میاشتې ۱۹مه نېټه د افغانستان د علومو اکاډمي د طبیعي – تخنیکي علومو معاونیت د طبي علومو مرکز علمي غړي څېړنوال ډاکټر عبدالرحیم وردګ د څېړنپوه علمي رتبې ته د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۶ - ۹:۵۶
Background image

له غیر اسلامي هېوادونو سره د تجارتي اړیکو شرعي حدود، د علمي ـ څېړنیز کنفرانس د مقالو ټولګه چاپ شوه

د افغانستان د علومو اکاډمي د اسلامي علومو معاونیت د اسلامي بانکوالۍ او معاصرو مسائلو څېړنیز مرکز له خوا د جوړ شوي علمي ـ څېړنیز کنفرانس د مقالو ټولګه (له غیر اسلامي هېوادونو سره د. . .

BACK TO NEWS