د بيرغ ملي ورځ ونمانځل شوه

Ezatullah_admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۵/۸ - ۱۰:۵
د بيرغ ملي ورځ ونمانځل شوه

کابل: د افغانستان د علومو اکاډمي د رهبرۍ له خوا د زمري ۷مه د ګران هېواد افغانستان د بيرغ د ملي ورځې په توګه ونمانځله.

په دې اړه د علومو اکاډمۍ په انګړ کې په ترسره شويو مراسمو کې د افغانستان د علومو اکاډمي سرپرست رئيس څېړنوال دوکتور عبدالظاهر شکيب، د اکاډمۍ معاونينو او رئيسانو برخه اخيستې وه.

د علومو اکاډمي رئيس دوکتور شکيب د زمري اوومه چې د بيرغ د ملي ورځې په نامه نومول شوې، د مبارکۍ ويلو ترڅنګ دا يو ستر ملي اقدام وباله.

ده زياته کړه، دا ورځ موږ بايد په ځانګړو ولولو او احساساتو ونمانځو، ځکه د افغانستان درې رنګه ښکلی بیرغ زموږ د ملي هويت، تاريخ او وياړليو حماسو سمبول دی. د خپل بيرغ ساتنه او پالنه زموږ ملي وجيبه ده.

د يادولو ده چې په افغانستان کې بيرغ له ډېر پخوا څخه پېژندل شوی، دود شوی او پر کېږديو او ماڼيو رپول شوی دی چې تاريخچه يې ډېره لرغونې ده.

بيرغ له افسانوي او اساطيري دورې نه په آريانا کې رامنځ ته شوی، بدلونونه يې موندلي او زموږ د هېواد د ازادۍ او خپلواکۍ په شمال رپېدلی او خوځېدلی دی.

زموږ د ګران او تاريخي هېواد افغانستان اوسنی درې رنګه بیرغ زموږ د ملي هويت، تاريخ او سرلوړۍ نښه او سمبول دی.

زموږ ملي بيرغ دې تل رپانده وي!

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۲ - ۱۰:۱۹
Background image

د ماشومانو ادبیات او د هغوی د روزنې لارې چارې/ ادبیات کودک و شیوه‌های تربیتی آن

د افغانستان د علومو اکاډمي د ژبو او ادبیاتو مرکز د ۱۴۴۷هـ.‌ق کال د شعبان المعظم پر ۲۲مه چې د ۱۴۰۴هـ.‌ش کال د سلواغې له ۲۱مې سره سمون لري، د سه‌شنبې/ درې‎نۍ پر ورځ د ماشوم ادبیاتو د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۰ - ۱۱:۱۵
Background image

د سيمه ييزو مطالعاتو ژورنال ۱۴۰۴ ل، د درېيمې ربعې ۳ مه، پرله پسې ۷۸ مه ګڼه چاپ شوه!

سيمه ييزو مطالعاتو ژورنال د افغانستان د علومو اکاډمۍ د سيمه ييزو مطالعاتو مرکز علمي– څېړنيز ژورنال دی چې په ۱۳۸۵ ل. کې يې خپرېدل پيل شول، په ياد ژورنال کې د سيمې د هېوادونو پر سياسي،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۴ - ۱۲:۲۷
Background image

د طبیعت مجلې ۷۶ ګڼه چاپ شوه!

طبیعت مجله د افغانستان د علومو اکاډمۍ د طبیعي–تخنیکي علومو د معاونیت یوازینۍ علمي–څېړنیزه مجله ده، چې د ۱۳۶۸ هـ.ش. کال راهیسې یې خپرونې پیل کړې دي. دغه مجله په منظم ډول هر درې میاشتې یو. . .

BACK TO NEWS