استاد رفیع وستایل شو

Ezatullah_admin
شنبه ۱۳۹۹/۶/۱۵ - ۱۴:۱
استاد رفیع وستایل شو

د ملي شورا د مشرانو جرگې د شکايتونو د اورېدو کمیسیون د افغانستان د علومو اکاډمي سلاکار استاد حبیب الله رفیع د هېواد د ادبياتو او تاريخ په برخه کې د هغه د ګټورو علمي او اکاډميکو فعاليتونو د قدردانۍ په خاطر، ستایلی او تقدیرنامه يې ورکړې ده.

ښاغلي استاد رفيع ته په راتلونکي کې د الله تعالی له لوی درباره د لا زياتو برياليتوبونو هيله کوو.

د افغانستان د علومو اکاډمي د مشرانو جرګې د دغه کار چې د يوه حقدار استاد ستاينه يې کړې ده، مننه کوي او کورودانی ورته وايي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۱۴:۴۵
Background image

د ملا وليداد کاکړ د «زين الحلم» اثر د نوې موندل شوې خطي نسخې ارزونه

د افغانستان د علومو اکاډمۍ، د ژبو او ادبياتو مرکز علمي غړي څېړندوی بشرمل زرغون (د ملا وليداد کاکړ د «زين الحلم» اثر د نوې موندل شوې خطي نسخې ارزونه) تر سرلیک لاندې علمي – څېړنیز کنفرانس. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۱۴:۳۹
Background image

د پښتو څېړنو نړيوال مرکز علمي مجله((پښتو )) د چاپ په ګاڼه سمبال شوه

پښتو مجله د پښتو څېړنو نړيوال مرکز خپرنيز ارګان دی، په دغه مجله کې د پښتنو اتنيکي،ادبي، تاريخي، اقتصادي او ټولنيزو برخو کې د څېړونکو څېړنيزې مقالې د يونيسکو په ژبو باندې خپرېږي، دغه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۶ - ۱۴:۳۳
Background image

د هایپوتایرویدیزم د اپیډیمیولوژي او اختلاطاتو څېړنه

د افغانستان د علومو اکاډمي د طبیعي – تخنیکي علومو معاونیت د طبي علومو مرکز علمي غړي نوماند څېړندوی ساجد نجیب زي د نوماندۍ رتبې د رفع کولو په موخه (د هایپوتایرویدیزم د اپیډیمیولوژي او. . .

BACK TO NEWS