د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست :
د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست د علومو اکاډمی د عمومي ریاست له مهمو ریاستونو له جملې څخه دی، د دغې ادارې د پالیسۍ پر بنسټ لاندینی فعالیتونه ترسره کوي:
- د علومو اکاډمی د علمي غړو د کتابونو او مجلو چاپ.
- متقاضي ادارو ته د موقوت او غیر موقوت اثارو ویشل.
- د حق الزحمې جدولونو جوړول.
- د مطالعې دود ته لاره هوارول او کتابخانه د مینه والو لپاره.
- له رسنیو او نورو دولتی او خصوصي ادارو سره دوامداره اړیکه .
- د علومو اکاډمي د سیمنارونو، کنفرانسونو او علمي غونډو څخه، راډیویي او تلویزیوني رسنیو ته خبر ورکول.
- د کتابونو او مجلو خرڅول او کتابونو ته بازارموندنه .
- اطلاعاتو ته د لاسرسۍ زمینه برابرول.
- د نشراتي کمیسیون جوړول.
- د دولتي ورځپاڼو ویشل.
د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست اداري تشکیل :
۱. د نشراتو د انسجام آمریت.
۲.د عامه اړیکو آمریت.
۳.د کتابخانې آمریت.
۴.د کتابخانې د توزیع مدیریت.
۵.د ریفرنس مدیریت.
۶.د مجلو مدیریت.
۷.د ویب سایټ عمومي مدیریت.
۸. د عکاسی او کنترول روم عمومي مدیریت .