د بشري علومو معاونیت د دوو متقاعد شوو علمي غړو د درناوي غونډه

Ezatullah_admin
شنبه ۱۳۹۹/۷/۱۲ - ۱۵:۳۶
د بشري علومو معاونیت د دوو متقاعد شوو علمي غړو د درناوي غونډه

کابل: د علومو اکاډمي د بشري علومو معاونیت د اقتصاد انستیتوت د علمي غړو هر یو د علومو اکاډمي پخواني رئیس څېړنپوه دکتور عبدالباري راشد او د اقتصاد انستیتوت پخواني آمر څېړنپوه حفیظ الله حداد د مخه ښې او د هغوی د علمي هڅو او فعالیتونو د درناوي لپاره غونډه د تلې مياشتې په ۱۲مه، د شنبې په ورځ جوړه کړه.

په پیل کې د بشري علومو د برخې مرستیال څېړنپوه دکتور محمد علم اسحق زي وینا وکړه او د دواړو استادانو په علمي کارونو او لاسته راوړنو یې رڼا واچوله.

ورپسې یو شمېر استادانو د ګډ کاري ژوند خاطرې شریکې کړې او دواړه استادان یې د هېواد علمي شخصیتونه وبلل او دا هیله یې وښوده چې په راتلونکې کې هم خپلو علمي هڅو او کارونو ته دوام ورکړي.

د ستاینلیکونو له ورکولو وروسته غونډه په دعا سره پای ته ورسېده.