د کامګار خان خټک د شاعرۍ دیني اړخ

Ezatullah_admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۱۷ - ۹:۵۴
د کامګار خان خټک د شاعرۍ دیني اړخ

«علمي- څېړنيز کنفرانس»

کابل: د افغانستان د علومو اکاډمي د پښتو څېړنو بین المللي مرکز علمې غړې څېړندويې سونيا صميم هوتک «د کامګار خان خټک د شاعرۍ دیني اړخ» په نوم علمي- تحقیقي کنفرانس د ۱۳۹۹ لمريز کال د کب په ۱۶مه د شنبې په ورځ وړاندې کړ.

نوموړې لومړی د کامګار خان خټک پېژندنه او بیا يې د هغه د شاعرۍ دیني اړخ په لاندې پنځو فرعي برخو کې تشريح کړ:

الف: سورتونه،

ب: آیتونه

ج: حدیثونه

د: قرآني کیسې

هـ: فقهي نومونه.

آغلې هوتک د موضوع په تړاو وويل:

یاده موضوع د پښتو ژبې او ادب د منځنۍ یا کلاسیکې دورې نامتو شاعر کامګار خان د کلیاتو په پښتو، فارسي او د شرح عقاید مثنوي په شعرونو کې څېړل شوې ده.

د پښتو ژبې د وتلي شاعر کامګار خان په شعرونه کې دیني رنګ ډېر محسوس دی. په قرآني، احادیثو او فقهي علومو کې یې لوی لاس درلود او د همدې علومو د ژورې مطالعې له برکته یې په خپل کلام کې ډېر دیني او اخلاقي مواد ځای کړي دي. د هغه د شعري پانګې دا برخه د هنري ارزښتونو تر څنګ فکري ارزښت هم لري چې اسلامي موضوعات یې په ساده او رنګینه ژبه د شعر په جامه کې چې خلکو ته د پوهېدو وړ وي، وړاندې کوي او په دې توګه خپلې ټولنې ته اسلامي پیغام رسوي او په خلکو کې دیني روحیه پالي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۴ - ۱۴:۲۲
Background image

د علومو اکاډمۍ د علمي شورا غونډه

د افغانستان د علومو اکاډمۍ علمي شورا خپله نوبتي غونډه د ۱۴۰۴ ل کال د لیندۍ میاشتې پر ۴ مه نېټه ترسره کړه. په دې غونډه کې د علومو اکاډمۍ د بېلابېلو علمي برخو د علمي کادر د غړو علمي –. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۳ - ۱۴:۴۰
Background image

د محرقې د اپیډیمولوژۍ، تشخیصیه او درملیزو میتودونو بررسي

د افغانستان د علومو اکاډمي د طبیعي – تخنیکي علومو معاونیت د طب علومو مرکز علمي غړي ښاغلي څېړنوال ډاکتر عبد الرحیم وردګ د محرقې د اپیډیمولوژۍ، تشخیصیه او درملیزو میتودونو بررسي تر سرلیک. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۱ - ۱۳:۴۱
Background image

د کابل مجلې د ۱۴۰۴ کال دویمه ګڼه چاپ شوه

کابل مجله چې د افغانستان د علومو اکاډمي د بشري علومو معاونیت پښتو ادبیاتو ته ځانګړې شوې مجله ده چې تازه یې د ۱۴۰۴ لمریز کال دویمه ګڼه چاپ شوه. کابل مجله د افغانستان د علومو اکاډمي، د. . .

BACK TO NEWS