د افغانستان د علومو اکاډمۍ نه د ننګرهار پوهنتون د پښتو ژبې او ادبیاتو د ماسټرۍ برنامې محصلینو او استادانو لیدنه (علمي سیر)
د ۱۴۰۵ ل کال د تلې/ میزان ۲۹مه نېټه، د ننګرهار پوهنتون د پښتو ژبې او ادبیاتو د ماسټرۍ برنامې محصلینو د خپلو درنو استاذانو پوهاند دکتور محمد ابراهیم همکار، پوهندوی شفیع الله حبیب، پوهندوی صفي الله سیلاب، پوهنمل دکتور عصمت الله میاخېل او پوهنیار دوکتور ذبیح الله صاحب په ملتیا د افغانستان د علومو اکاډمي له مرکزي کتابتون او اتنوګرافیک څېړنیز موزیم څخه لیدنه وکړه.
د دې علمي سفر په لومړۍ برخه کې، یاد علمي پلاوي د علومو اکاډمۍ له غني او تخصصي کتابتون څخه لیدنه وکړه، چې هلته ورته د پښتو ژبې او ادبیاتو په برخه کې د نادرو اثارو، خطي نسخو او معاصرو څېړنیزو مجلو په اړه هر اړخیز معلومات ورکړل شول او محصلینو ته لارښوونه وشوه چې څنګه کولای شي د خپلو ماسټرۍ تېزسونو او راتلونکو علمي مقالو لپاره له دغو مأخذونو څخه ګټه پورته کړي.
په دویم پړاو کې، استاذانو او محصلینو د اتنوګرافیک څېړنیز موزیم بېلابېلې برخې وکتلې، چې د افغانستان د اصیل کلتور، ژبني تنوع، تاریخي اثارو او له ادبیاتو سره د مادي کلتور پر تړاو په موخه لیدنه وکړه.
دا لیدنه د ماسټرۍ برنامې د محصلینو د فکري او څېړنیزې کچې د لوړولو لپاره خورا ګټوره وه او د ننګرهار پوهنتون استاذانو د علومو اکاډمۍ د مسوولینو له تود هرکلي او علمي ډالیو څخه مننه وکړه او د دواړو علمي بنسټونو ترمنځ یې پر دوامداره کلتوري او علمي همکاریو ټینګار وکړ.
د علومو اکاډمي واټس اپ چینل سره د یو ځای کیدو لپاره لاندې لینک تعقیب کړئ....
https://whatsapp.com/channel/0029VbCQAO7DTkK4eJX7DB1L
