د هېواد د صنعت په پراختیا کې د تخنیک او نویو ټکنالوژیو د رول ارزونه
نن د چهارشنبې/ څلورنۍ ورځ د ۱۴۴۷هـ ق کال د رجب المرجب میاشتې په ۱۷مه نېټه چې د ۱۴۰۴ ل کال د جدي/ مرغومي میاشتې له ۱۷مې نېټې سره سمون خوري، د علامه احمد علي کهزاد د غونډو په تالار کې د علومو اکاډمي د طبیعي – تخنیکي علومو معاونیت د ریاضي، فزیک او تخنیک علومو مرکز په نوښت (د هېواد د صنعت په پراختیا کې د تخنیک او نویو ټکنالوژیو د رول ارزونه) تر سرلیک لاندې علمي ـ څېړنيز سیمینار د ا.ا مسؤلینو، د علومو اکاډمۍ څېړونکو، علماء کرامو، د پوهنتون د استاذانو او د خصوصي سکتور د استازو په حضور کې ترسره شو.
سیمینار د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شو، ورپسې د علومو اکاډمۍ د ریاضي، فزیک او تخنیک علومو مرکز رئیس ښاغلي څېړنپوه عتیق الله خوشیوال درنو مېلمنو او د سیمینار ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ پرانستې وینا وکړه.
وروسته د علومو اکاډمي د طبیعي – تخنیکي علومو معاون مفتي امیرجان ثاقب صاحب وینا وکړه او ویې ویل: په اسلامي ټولنه کې صنعت او تجارت ته زیات ارزښت ورکړل شوی دی، د هېواد د صنعت په پراختیا کې د تخنیک او نویو ټکنالوژیو رول یوازې اقتصادي موضوع نه ده؛ بلکې دا یو دیني او شرعي مسؤلیت هم دی. معاصر تخنیک او ټکنالوژي که د ایمان، اخلاقو او د هېود د ملي ګټو په رڼا کې وکارول شي، نو کولای شي چې زمونږ صنعت پیاوړی، اقتصاد خپلواک او زمونږ ټولنه له اړتیاو خلاصه او په ځان بسیا کړي، په دیني لحاظ تخنیک، صنعت او نوې ټکنالوژي د انسان له اساسي مسؤلیتونو څخه ده، صنعت ته وده ورکول د هېواد دفاعي سیسټم پیاوړی کوي او هېواد له فقر او احتیاج څخه خلاصوي. مونږ ته الله تعالی یو بهترین فرصت راکړی باید له دې فرصت څخه ګټه واخلو او په هره برخه کې د هېواد د پرمختګ لپاره په ګډه کار وکړو.
ورپسې د ا.ا.ا د ریاست ال.وزراء د اداري مرستیال مولوي عبد السلام حنفي صاحب پیغام ولوستل شو، په پیغام کې د یاد سیمینار له جوړولو مننه شوه او وویل شول چې: د اسلام دین نه یوازې مونږ ته د نوي تخنیک او ټکنالوژۍ د زده کړې او سمې استفادې سپارښتنه کوي، بلکې دا یې د هېواد د پرمختګ، صنعتي ودې او دوامدار اقتصاد لپاره یوه بیړنۍ اړتیا بللې ده. له همدې امله هر علم او مسلک، تر هغه اندازې چې د خلکو اړتیاوې پوره کوي، مهم ګڼل کېږي. لنډه دا چې باید موږ په ټولو برخو کې د ځان بساینې هڅه وکړو او خپلې اړتیاوې د خپل هېواد د اصیلو اولادونو په مټو پوره کړو؛ ځکه د هېواد او ځمکې ابادي د انسان د پیدایښت له اساسي موخو څخه ده. د هر هېواد اقتصادي او ټولنیز پرمختګ د نوې ټکنالوژۍ تر ښه استعمال پورې تړلی دی، او که موږ هم پرمختګ او ځان بسیاینه غواړو، نو باید نوي تخنیک او ټکنالوژۍ ته جدي پاملرنه وکړو.
ورپسې د مخابراتو او معالوماتي ټکنالوژۍ وزیر صاحب مولوي حمد الله نعماني وینا وکړه او زیاته یې کړه چې: ظرفیتونو ته پراختیا ورکول د دې وزارت له مهمو اولویتونو څخه شمېرل کېږي. د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت په دې باور دی چې علمي او تخنیکي څېړنې د نوښت اقتصادي پرمختگ او د عامه خدماتو د کيفيت د ښه والي بنسټ جوړوي. همدارنګه موږ هڅه کوو چې د څېړنو لپاره مناسب چاپیریال رامنځته او علمي اړيکې پياوړې کړو، د ځوانو او با استعدادو متخصصينو ملاتړ وکړو تر څو په هېواد کې يوه پياوړې او د نوښتونو او عصري زيربناوو څخه په موثر ډول د استفادې لپاره پرمختللې څېړنيزه فضا رامنځته شي.
په مخابراتي خدماتو کې، د خدماتو د کيفيت لوړول، د شبکو د ظرفيت ،ارتقا او لرو پرتو سيمو ته د خدماتو رسول د خپلو بنسټيزو موخو څخه ګڼي. وزارت خپل مسؤوليت بولي چې د هېواد ټولو وګړو ته شفاف خوندي، ثابت او د باور وړ مخابراتي خدمات برابر کړي. په تخنیکي پرمختګ کې، وزارت د متخصصينو مسلکي وړتیاوو لوړولو ته ځانګړی اهمیت ورکوي او د زده کړيیزو برنامو، تخنيکي کورسونو نړیوالو همکاریو او د راتلونکو متخصصينو د روزنې له لارې د هېواد د ډيجتلي راتلونکي د بنسټ اېښودلو لپاره کار کوي. وزارت دا موضوع د هېواد د ټکنالوژیکي زیربناوو د پياوړتيا اصلي محور ګڼي.
وروسته د چارو ادارې لوی رئیس شیخ نور الحق انور وینا وکړه او زیاته یې کړه چې: صنعت او ټکنالوژۍ ته په اسلام کې زیات ارزښت ورکړل شوی دی، له همدې امله د یو هېواد په اقتصادي پرمختګ کې ډېر مهم رول لري، په افغانستان کې داسې حکومتونه تېر شوي چې تر اوسه یې د صنعت او ټکنالوژۍ په برخه کې کوم زیربنایي کار نه دی ترسره کړی، ځکه چې کله حکومتي مسؤلین په قراردادونو او وارداتو کې ښکیل وي، نو هېڅکله هېواد پرمختګ او د صنعت ودې ته نه پرېږدي.
په یاد سیمینار کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرستیال مولوي غلام سعید احساس هم وینا وکړه او زیاته یې کړه چې: د هېواد پرمختګ له تخنیکي او مسلکي کادرونو سره تړلی دی او د یو هېواد د صنعت د پراختیا لپاره د انساني منابعو ترڅنګ سرمایه ګزاري، بودیجې او سیاسي ملاتړ ته هم زیاته اړتیا ده.
ورپسې د مختلفو خصوصي سکتورنو استازو په یاد سیمینار کې د ګډون ترڅنګ ویناوې وکړې او یاد سیمینار یې د خصوصي سکتورونو لپاره مهم او ارزښتناک وباله.
د یاد سیمینار لومړۍ ورځ د علومو اکاډمي د طبیعي – تخنیکي علومو مرستیال مفتي امیرجان ثاقب صاحب تر مثبتې ارزونې وروسته د ښاغلي ذبیح الله مجددي صاحب لخوا په دعائیې سره پای ته ورسېده.
