په هند کې د لودیانو د عروج او زوال عوامل
«علمي- څېړنیز کنفرانس»
د افغانستان د علومو اکاډمي د بشري علومو معاونیت د پښتو څېړنو نړیوال مرکز علمي غړي څېړنوال ډاکټر عبدالرحمان حبیب زوی د ۱۴۰۴ کال د دلوې په شپږمه نېټه (په هند کې د لودیانو د عروج او زوال عوامل) تر سرلیک لاندې علمي ـڅېړنیز کنفرانس وړاندې کړ.
په نوموړي علمي ـ څېړنیز کنفرانس کې په هند کې د پښتنو واکمنو کورنیو له لړۍ څخه د لودیانو واکمنیو ته په دوو دورو کې«د ملتان لودیان څلورمه هجري پېړۍ او د ډیلي لودیان اتمه هجري پېړۍ» کتنه شوې وه، چې دغې کورنۍ په هند کې کابو څه کم یوه سلیزه واکمني کړې ده.
په دې کنفرانس کې پر هغو عواملو بحث وشو، چې لودیان له کومو لارو واک ته رسېدلي او څنګه یې خپل ګټلی واک د خپلمنځي کورني وړو وړو اختلافاتو له امله له لاسه ورکړی دی.
کنفرانس کې یادونه وشوه،چې د هند ملتان د شیخ حمید لودي تر قیادت او سیاسي قدرت لاندې د لودیانو د لومړني واکمني ټاټوبي په توګه ګڼلی شوی، چې وروسته له شیخ حمید څخه د ده د کورنۍ غړو نصر لودي او ابو الفتوح داود لودي لخوا ملتان د پښتنو د سیاسي جغرافیې په توګه اداره کېده.
همداراز د ملتان له سقوط وروسته کابو څلور پېړۍ وروسته لودیانو په اتمه هجري پیړۍ کې یو ځل بیا د هند په سیاسي او پوځي تاریخ کې مطرح کېږي او د بهلول لودي تر سیاسي او پوځي قیادت لاندې لودیان په هند کې تر (۷۵) کلونو پورې پراخ بنسټه، پرمختللې او له ټیکاوو او نیاوو ډکه واکمني کوي، چې له بده مرغه د دې کورنۍ د درېيم واکمن ابراهیم لودي د کمزورې حکومتولۍ او په دغه کورنۍ کې د خپلمنځي شخړو، ناخوښیو او بهرني لاسوهنو له امله د مغولي واکمن بابر لخوا دغه تاریخي او له ویاړه ډکه واکمني ړنګیږي او د لودیانو د واکمنۍ ټغر ټولېږي.
لودیانو په هند کې د سترو قربانیو او سرښندنوپه بدل کې واک تر لاسه کوي، خو له بده مرغه د وړو وړو خپلمنځي اختلافاتو او بهرنیو لاسوهنو له امله خپل ګټلی واک او ځواک له لاسه ورکوي. یاد علمي –څېړنیز کنفرانس د یو لړ پوښتنو ځوابولو او نظرونو باندې تر بحثونو وروسته د رایو په اتفاق تاييد شو.
