د علمي لیکنو او مقالو لیکلو بلنه

Ezatullah_admin
د علمي لیکنو او مقالو لیکلو بلنه

د ښاغلو استادانو، څېړونکو او کارپوهانو د پام وړ!

د علــومو اکاډمي د طبیعي- تخنیکي علومو معاونیت د ریاضي، فزیک او تخنیکی علومو مرکز په پام کې لري چې د

«ښاري کثافاتو ارزونه او د هغې مدیریت» تر سرلیک لاندې علمي- څېړنیز سمینار جوړ کړي.

د سمینار موخه: د هیواد ښاریانو لپاره د ښاري جامدو کثافاتو مدیریت او چاپیریال ساتنې لپاره د ښاري کثافاتو د یو چوکاټ رامینځته کول

د سمینار د علمي– څېړنیزو مقالو سرلیکونه:

1. د ښاري جامدو کثافاتو مدیریت سیستمونو ارزونه او د ښاریانو رول

2. تر ځمکې لاندې اوبه په ساتنه کې د جامدو کثافاتو د مدیریت رول

3. د کابل ښار په ناحیو کې د جامدو کثافاتو د راټولولو غوراوي ته د لومړیتوب ورکولو ارزونه

4. د ښار د جامدو کثافاتو د ځای موندلو او صحی خښول کولو د ډیزاین ارزونه

5. د جامدو ساختماني کثافاتو په بیا ځل کارولو کې د انجنیري رول

6. د انرژي د تولید لپاره د ښار د جامدو عضوي کثافاتو کارول

7. د ښار د جامدو کثافاتو په مدیریت کې د روغتیايې شاخصونو مطالعه

8. د ښار د جامدو کثافاتو ټولولو په سیسټم کې د میکانیزي د اغېزمنتیا څېړنه

9. په هیواد کې د ساختماني کثافاتو بیا ګټې اخیستنې

10. د ساختماني کثافاتو د تولید کمولو په موخه د ساختمانونو د ډیزاین څېړنه

11. د چاپیریال په سلامتیا باندې د طبي کثافاتو د مدیریت آغېز

12. د ښار د جامدو کثافاتو د راټولولو او لېږدولو د لګښت ریاضیکي تحلیل

13. په کرنه کې د عضوي کثافاتو د بیاکارولو ارزونه

14. د ژوند په چاپیریال باندې د سون د جامدو موادو د کثافاتو د اغېزو ارزونه

یادونه: د علومو اکاډمي اداره په دې ترتیب له ټولو استادانو، پوهانو، څېړونکو او متخصصینو څخه غوښتنه کوي چې د سمینار له سرلیک (عنوان) سره سم خپلې مقالې د روان کال د چنګاښ تر 15 مې نېټي پورې ولیکي او د ریاضي، فزیک او تخنیکي علومو مرکز ته یې واستوي. سپارل شوې مقالې بېرته نه مسترد کېږي، همدارنګه ستاسو رالېږل شوي مقالې باید د لاندې مطالبو درلودونکي وي:

1. لنډیز 7. د څېړني میتود

2. سریزه 8. د څېړني منځپانګه

3. د څېړني اهمیت 9. پایله

4. د څېړني مبرمیت 10. وړاندیزونه

5. د څېړني موخه 11. مآخذ

6. د څېړني پوښتنه

په علمي– څېړنیز سمینار کې د مقالې معیارونه او ځانګړتیاوي:

1. مقاله د ۵ او ۱۰ معیاری مخونو لرونکي وي

2. د متن اندازه ۱۳ او د کرښو ترمنځ فاصله یې یو وی

3. د سرلیکونو اندازه ۱۴ بولډ وي

4. د فارسی متن فونټ B Nazanin او د پښتو متن فونټ B Zar په پام کې و نیول شي.

پته: د طره باز خان واټ، د شاه بوبو جان مسجد کوڅه، د نوي ښار تیلو ټانک مخې ته، کابل، د افغانستان علومو اکاډمي، د ریاضي، فزیک

او تخنیکی علومو مرکز.

بریښنايې پته: murtaza_sherzoy2000@yahoo.com

د اړیکو شمېرې: +93788147673 , +93202201217

اعلانونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۱:۵۸
Background image

د کادري بستونو د شارټ‌لېسټ خبرتیا

د افغانستان د علومو اکاډمۍ د کادري بستونو د ازادې سیالۍ په بهیر کې د ګډون کوونکو نوماندانو د اسنادو له ارزونې وروسته، هغه نوماندان چې شرایط یې پوره کړي/ واجد شرایط دي، شارټ‌لېسټ شوي دي. . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۰ - ۸:۴۲
Background image

«په معاصرو اسلامي علومو کې د امام برهان الدین مرغیناني (رحمه الله) د علمي میراث ونډه او مقام» د علمي – څېړنیز کنفرانس د مقالو غوښتنو نېټه تمدید شوه

د افغانستان د علومو اکاډمي په پام کې لري چې د روان لمریز کال په میزان کې د ازبکستان د علومو اکاډمي سره په ګډه د علامه برهان الدین المرغیناني (رح) د فورم تر چتر لاندې (په معاصرو اسلامي . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۳:۳۵
Background image

" معاصرې ادبي او ژبنۍ نظريې" د زېري جريدې د ۱۴۰۵ل. کال د کالګڼې لپاره د علمي - څېړنیزو مقالو غوښتنه

د افغانستان د علومو اکاډمي د ژبو او ادبیاتو مرکز، د زېري جريدې مديريت په پام کې لري چې په روان (۱۴۰۵ل) کال کې "معاصرې ادبي او ژبنۍ نظريې" تر سرلیک لاندې د علمي - څېړنیزو مقالو يوه ټولګه . . .

Back to announcements