په اوس وخت کې د فولکلور ارزښت

Ezatullah_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۲۱ - ۱۲:۱۱
په اوس وخت کې د فولکلور ارزښت

د افغانستان د علومو اکاډمۍ د ژبو او ادبیاتو مرکز د پښتو ژبې او ادبیاتو انسټيټيوټ علمي غړي څېړنيار ياسر پاچا د «په اوس وخت کې د فولکلور ارزښت» په نوم خپل علمي- څېړنيز کنفرانس د ۱۴۰۱هـ. ش کال د سنبلې په ۲۱مه نېټه وړاندې کړ.

ده وویل، فولکلوري ادبیات زموږ د تاریخي هویت او ملت پېژندنې ستر سند دی. په فولکلور کې زموږ د ملي اتلانو کارنامې، ملې ویاړنې او د تاریخي پېښو څرګندونې خوندي دي چې د یوه ژوندي ملت د هویت څرګندونه کوي. د انساني ټولنو د تاریخي هویت په اثبات کې به ډېر عوامل رول لري، ولې یو مهم عامل یې د هغې ټولنې ژبه او ادب هم یادولای شو.

په فولکلوري ادبیاتو کې زموږ د ټولنې ډېر مهم خصوصیات راوړل شوي چې دغه خصوصیات زموږ د نوي نسل په ښوونه او روزنه کې رغنده رول لرلی شي.

موږ باید خپل اصلي پښتني او افغاني دودونه، خصلتونه او خپل اصیل، هېوادنی ملي او اسلامي فرهنګ وپېژنو، وې پالو او د پردیو له فرهنګ او فرهنګي تېري څخه ځان وساتو. په اوس وخت کې باید فولکلوريک ادبیات د یوه ټولنیز او فرهنګي ارزښت په توګه وپالل او ساتنه یې وشي، ترڅو راتلونکو نسلونو ته د یوه ستر معنوي ارزښت په توګه ورسېږي.

د فولکلوریکو ادبیاتو  د ارزښت او اهمیت د پېژندنې لپاره به همدا بس وي چې و وایو دا ادبیات د هر ولس، ټولنې او ملت په ادبي تاریخ کې ډېره ستره او ارزښتمنه ونډه لري او ورته له پاملرنې او مطالعې پرته د هغوی ادبي تاریخ نیمګړی ګڼل کېږي.

Documents

کنفرانس سلایډونه

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۶ - ۱۴:۳۳
Background image

د هایپوتایرویدیزم د اپیډیمیولوژي او اختلاطاتو څېړنه

د افغانستان د علومو اکاډمي د طبیعي – تخنیکي علومو معاونیت د طبي علومو مرکز علمي غړي نوماند څېړندوی ساجد نجیب زي د نوماندۍ رتبې د رفع کولو په موخه (د هایپوتایرویدیزم د اپیډیمیولوژي او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۲۱:۲۸
Background image

افغانستان او سیمه؛ فرصتونه او ننګونې

نن چهارشنبه/ څلورنۍ د ۱۴۰۵ ل کال د سرطان/ چنګاښ ۱۰مه او د ۱۴۴۸ هـ ق کال د محرم الحرام ۱۵مه نېټه د افغانستان د علومو اکاډمي د بشري علومو معاونیت، د سیمه ییزو مطالعاتو مرکز په نوښت د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۴ - ۱۲:۱۲
Background image

مشواڼي په سوېلي پښتونخوا کې

د افغانستان د علومو اکاډمۍ د پښتو څېړنو بین المللي مرکز علمي غړي او د پښتنو تاریخ او فرهنګ انسټیټوټ آمر څېړندوی حمایت الله ښاد د پښتو څېړنو بین المللي مرکز د سیمینارونو په تالار کې د. . .

BACK TO NEWS