د کابل مجلې نوې ګڼه چاپ شوه

Ezatullah_admin
شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۷ - ۱۱:۳۷
د کابل مجلې نوې ګڼه چاپ شوه

کابل مجله د افغانستان د علومو اکاډمي د بشري علومو معاونیت پښتو ادبیاتو ته ځانګړې شوې مجله ده چې تازه یې د ۱۴۰۴ لمریز کال څلورمه ګڼه چاپ شوه. کابل مجله د افغانستان د علومو اکاډمي، د ژبو او ادبیاتو مرکز، علمي ـ څېړنیزه چاپي خپرونه ده چې د پښتو ژبپوهنیزو، ادبي او فولکلوري موضوعاتو په اړه د هېواد د څېړونکو، پوهانو او فرهنګپالو علمي ـ څېړنیزې مقالې او لیکنې خپروي.

په دې ګڼه کې دا لاندې علمي ـ څېړنیزې مقالې خپرې شوې دي:

۱. د محمد صديق پسرلي په شاعرۍ کې رومانویت/ څېړنوال دوکتور محمد داود عربزی                   

۲. د خوشحال په کلياتونو کې الحاقي غزل/ څېړنوال نجیب الله نایل                                 

۳.  د حمید  بابا او بشار بن بُرد شعري پرتله/ څېړندوی محمد طاهر شرر                           

۴. په پښتو ژبه کې د بېلابېلو سکیماوو څېړنه/ پوهنمل تاج محمد رحیمي                           

۵. په پښتو معاصرو لنډو کیسو کې د پښتني کرکټرونو موضوعي څېړنه/ څېړندوی مروت درد                                    

۶. په ځينو منثورو  ولسي ادبیاتو کې د اخلاقي موضوع څېړنه/ څېړنواله خاطره شینوارې                              

۷. د شيدا په شاعرۍ کې د کره کتنې د تيورۍتومنه / څېړندوی فضل الرحمن علیزی                              

۸. د پښتو شاعرۍ د تصوفي- عرفاني او نورو اصطلاحاتو د تحلیل اړتیا /  څېړنوال راضیه نوري                                     

۹ . د ماشوم د ژبې په وده کې ګټور لاملونه / ژباړن: سمیع الله شاهد        

یاده ګڼه په بشپړ ډول له لاندې لینک څخه کتلی او ډاونلوډ کولاې شئ....

https://asa.gov.af/sites/default/files/2026-03/kabul%20quarterly%20journal%20no.%204%20Year%201404.pdf

تاسې کولای شئ چې دغه ګڼه د افغانستان د علومو اکاډمۍ د اطلاعاتو او عامه اړیکو له ریاست څخه ترلاسه کړئ.
 
د اړيکې شمېره: ۰۲۰۲۲۰۱۲۷۹                          

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۷ - ۱۳:۲۶
Background image

په افغانستان کې د ثور د کودتا د لاملونو څېړنه

د افغانستان د علومو اکاډمۍ، د ټولنیزو علومو مرکز اړوند د تاریخ او اتنوګرافۍ د انسټيټوټ علمي غړی څېړندوی سیدمحمدصادق سادات (په افغانستان کې د ثور د کودتا د لاملونو څېړنه) تر سرلیک لاندې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۷ - ۱۱:۳۷
Background image

د کابل مجلې نوې ګڼه چاپ شوه

کابل مجله د افغانستان د علومو اکاډمي د بشري علومو معاونیت پښتو ادبیاتو ته ځانګړې شوې مجله ده چې تازه یې د ۱۴۰۴ لمریز کال څلورمه ګڼه چاپ شوه. کابل مجله د افغانستان د علومو اکاډمي، د ژبو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۷ - ۹:۳۳
Background image

بنا های تیموری نمادی از فرهنگ دوره اسلامی

سیمینار علمی تحقیقی توسط معاون سر محقق غلام حیدر کشککی عضو علمی مرکز تحقیقات باستان شناسی اکادمی علوم افغانستان تحت عنوان فوق در معاونیت بخش علوم بشری در حضور معاون بخش علوم بشری سر. . .

BACK TO NEWS