سیمینارونه
سوله د اسلام له نظره او په افغانستان کې یې د پلې کېدو لارې چارې
سوله د اسلام له نظره او په افغانستان کې یې د پلې کېدو لارې چارې د روان کال غوايې د میاشتې په ۴ نېټه د(سوله د اسلام له نظره او په افغانستان کې یې د پلې کېدو لارې چارې) تر سرلیک لاندې د افغانستان په علومو اکاډمي کې سیمینار دایر شو، چې د علومو اکاډمي د غړو تر څنګ حکومتي چارواکو، دملي شورا او سولې شورا غړو او دیني علماوو په کې ګډون کړی وو. غونډه د قران عظیم الشان په مبارکو ایاتونو سره پیل شوه، او ورپسې د هېواد ملي سرود وغږول شو. د غونډې په پیل کې ډاکټر محمد نبي مصداق د ولسمشر پیغام ولوست، په پیغام کې سوله د ژوند له اساسي ضرورتونو څخه ګڼل شوې وه، او سوله د علم او فرهنګ د پراختیا او د انساني او اسلامي فرهنګ د پرمختګ کیلي یاده شوې وه. ولسمشرخپل پیغام کې د باعزته تلپاتې او د افغانانو په مالکیت د سولې په راتګ باندې ټینګار کړی و اود علومو اکاډمۍ دغه کار یې ستایلی وه او دغه ډول سمینار جوړېدل یې د سولې لپاره مهم ګڼلی و.