د زېري جريدې د ۱۴۰۳ل کال ګڼې چاپ شوې

د زېري جريده د افغانستان د علومو اکاډمي د ژبو او ادبياتو مرکز د پښتو ژبې او ادبياتو انسټيټيوټ اړوند علمي – څېړنيز خپرنيز ارګان دی چې په ۱۳۱۶ل کال تأسيس شوی دی او دمګړۍ يې درېيمه خپرنيزه دوره روانه ده. په دې جريده کې د ادبياتو او ژبپوهنې اړوند علمي- څېړنيزې مقالې خپرېږي چې کله کله ورسره هنري نثري مطالب او ژباړې هم ملګرې وي. د زېري د دې کال په ګڼو کې چې له سرمقالو پرته کومې مقالې او مطالب خپاره شوي دي کرونولوژيک فهرست يې په لاندې ډول راوړو.
۱۔ شمس او مولانا په پښتو شعر کې / پوهندوی ګل رحمن رحماني
۲۔ نړيوالې ژبې / څېړنپوه مولا جان تڼيوال
۳۔ ابن بطوطه او د ده يونليک / دوکتور عبداللطيف ياد
۴۔ فرهنګي ادبي فقر / پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي
۵۔ نوم، د نرينه او ښځينه نوم نخښې / څېړندوی اسحاق مومند
۶۔ پښتو ادب او نوي تمايلات / سليم راز؛ ژباړه: څېړندوی حمايت الله ښاد
۷۔ حماسې او ترانې / ريان سپېڅلي
۸۔ ځنغوزي که جلغوزي / څېړنوال دوکتور عبدالاحد منګل
۹ـ فرهنګي پېښليک (د افغانستان د مهاجرت ادبيات سيمينار راپور) / څېړنپوه محمد آصف احمدزي
۱۰۔ انصاف او عدالت / څېړندوی شوکت عمر
۱۱۔ ايروني، دوه رنګي (Irony) / څېړنپوه دوکتور سيد نظيم سيدي
۱۲۔ د ژبو اعداد، د ژبو صحت کچ کول او د پښتو ژبې ډلبندي / احمدولي خان اڅکزی
۱۳۔ د عبدالقادر خان د ديوان د ځينو تصوفي او عرفاني اصطلاحاتو شننه / پوهنيار سراج احمد حبيبي
۱۴۔ په څېړنه کې د مأخذ ښودنې په اړه لارښوونې / پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي
۱۵۔ د اسلامي او افغاني فرهنګ په ترويج او ساتنه کي د رسنيو ونډه / څېړنپوه محمد نبي صلاحي
۱۶۔ د ادبياتو ارزښت / سياف زاخېلوال
۱۷۔ د يو لوی شاعر ياد / حنيف حېران
۱۸۔ پنسل / پاولو کويلو؛ ژباړه: جاويد افتاب
۱۹۔ حادثاتي بدلون، د پښتنو ژوند او د قېصر اپريدي شعر / نجيب الله شاداب
۲۰۔ شخصي مسئوليت / جيم ران؛ ژباړه: څېړندوی محمد اتل انګار
۲۱۔ پښتو ادب او ختيځپوهان / پوهاند دوکتور حنيف خليل؛ ژباړه: څېړندوی حمايت الله ښاد
۲۲۔ ارسطو مو ولې په درد نه خوري / دوايت فورو؛ ژباړه: د پوهندوی ګل رحمن رحماني
۲۳۔ د رحمن بابا په شعرونو کې د اختيار فلسفي څېړنه / پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي
۲۴۔ د حميد مومند په شعرونو کې د مستعار مجاز ډولونو څېړنه / حميد الله احمدزی
۲۵۔ له پښتو څخه روسي ژبې ته د دوکتور لودين ژباړو ته کتنه / محمد طاهر کاڼی
۲۶۔ ژبه، لهجه او د پښتو لهجو وېش / څېړندوی شوکت عمر
۲۷۔ سينکروني او ډياکروني / څېړنپوه مولا جان تڼيوال
۲۸۔ د ګلزار موسم شاعري د فکر او فن امتزاج / شاد يوسفزی
۲۹۔ په جمله کې د مورفيمونو ترمنځ اړيکې / څېړندوی محمد اتل انګار
۳۰۔ رهبري / جيم ران؛ ژباړه: څېړندوی محمد اتل انګار
۳۱۔ پښتو او پښتانه / څېړندوی محمد اتل انګار
۳۲۔ لنډۍ د ژبپوهنې په تله کې / څېړندوی محب الله همتيار
۳۳۔ د رياض تسنيم کلياتو ته کتنه / حماس رم
۳۴۔ د خوشحال خان په شاعرۍ کې همت پالنه / څېړندوی محمد اسحاق مومند
۳۵۔ د سيال مومند ادبي کار او زيار / عطاءالله حسين زی
یادونه:
د يادې جريدې دا ګڼې تاسو په بشپړ ډول له لاندې تړوني (لينک) څخه لوستلای او ښکته (ډاونلوډ) کولای شئ.
https://asa.gov.af/ps/zairy_journal
تاسو کولای شئ چې دا ګڼې د افغانستان د علومو اکاډمي د اطلاعاتو او عامه اړيکو له رياست څخه تر لاسه کړئ.
د اړيکې شمېره: ۰۲۰۲۲۰۱۲۷۹