«په پښتو کې د مسجع نثر د پيدايښت او پايښت څېړنه» علمي پروژه دفاع شوه

Ezatullah_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۳/۴ - ۹:۱۶
څېړنوال محمد اصف احمدزي

د افغانستان د علومو اکاډمي د ژبو او ادبیاتو مرکز د پښتو ژبې او ادبیاتو انستيتيوت علمي غړي څېړنوال محمد اصف احمدزي د څېړنپوهۍ (سرمحققۍ) علمي رتبې ته د لوړاوي لپاره له خپلې علمي- څېړنيزې پروژې (په پښتو کې د مسجع نثر د پيدايښت او پايښت څېړنه) څخه دفاع وکړه.

نوموړي د موضوع په تړاو پر مخکينيو کارونو رڼا واچوله، بیا يې د نثر پر پېژندنې او د پښتو نثر پرمختيايي بهير د څېړلو ترڅنګ د مسجع نثر پر پېژندنې او د هغه د پيدايښت پر څرنګوالي، موخې، د سجعې حمايت او مخالفت، ډولونو، ځانګړتياوو بحث وکړ او هم يې د نثر له نورو انواعو سره د مسجع نثر توپيرونه جوت کړل. دغه راز يې په عربي او دري ژبو کې د سجعې بهیر ته کتنه وکړه.

نوموړي په پښتو ادب کې د مسجع نثر تاريخي بهير بیان کړ، په پښتو ادب کې د مسجع نثر پر پيلېدو، خپرېدو او پرمختيا بحث وکړ او هم يې په پښتو کې د مسجع نثر ایجادوونکي په ډاګه کړل، بيا يې د عربي او دري ژبو له ځينو مسجع نثرونو سره د پښتو مسجع نثرونو پرتلنه وکړه.

څېړونکي په پښتو ادب کې په مسجع نثر د ليکل شوو آثارو تحليلي څېړنه او ارزونه وکړه. بيا يې د خيرالبیان او مخزن الاسلام د مسجع نثرونو پرتليز جاج واخیست او هم يې د دروېزه د پيروانو او ځينو نورو مسجع نثر ليکونکو د آثارو د ژبني اړخ پرتلنه وکړه.

ښاغلي احمدزي په دولسمه او ديارلسمه هجري پېړۍ کې د مسجع نثر ليکنې پرمختيايي بهير وڅېړه، د ديارلسمې هجري پېړۍ په وروستيو کې د مسجع نثر ليکنې د بهير د رکود عوامل يې بیان کړل او په پای کې يې په پښتو معاصر ادب کې د مسجع نثر څرنګوالی جوت کړ او پر نیمګړتياوو یې بحث وکړ.

ياده شوې دفاع د ټاکل شوي کميسیون له خوا مثبت وارزول شوه او ښاغلی څېړنوال محمد اصف احمدزی يې د څېړنپوه (سرمحقق) علمي رتبې ته لوړېدو مستحق وباله.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۶ - ۱۴:۳۳
Background image

د هایپوتایرویدیزم د اپیډیمیولوژي او اختلاطاتو څېړنه

د افغانستان د علومو اکاډمي د طبیعي – تخنیکي علومو معاونیت د طبي علومو مرکز علمي غړي نوماند څېړندوی ساجد نجیب زي د نوماندۍ رتبې د رفع کولو په موخه (د هایپوتایرویدیزم د اپیډیمیولوژي او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۲۱:۲۸
Background image

افغانستان او سیمه؛ فرصتونه او ننګونې

نن چهارشنبه/ څلورنۍ د ۱۴۰۵ ل کال د سرطان/ چنګاښ ۱۰مه او د ۱۴۴۸ هـ ق کال د محرم الحرام ۱۵مه نېټه د افغانستان د علومو اکاډمي د بشري علومو معاونیت، د سیمه ییزو مطالعاتو مرکز په نوښت د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۴ - ۱۲:۱۲
Background image

مشواڼي په سوېلي پښتونخوا کې

د افغانستان د علومو اکاډمۍ د پښتو څېړنو بین المللي مرکز علمي غړي او د پښتنو تاریخ او فرهنګ انسټیټوټ آمر څېړندوی حمایت الله ښاد د پښتو څېړنو بین المللي مرکز د سیمینارونو په تالار کې د. . .

BACK TO NEWS