د افغانستان د علومو اکاډمي د اتنوګرافۍ علمي – څېړنيز موزیم

Ezatullah_admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۲/۱ - ۹:۳۶
د افغانستان د علومو اکاډمي د اتنوګرافۍ علمي

د افغانستان د علومو اکاډمي د اتنوګرافۍ علمي – څېړنيز موزیم د افغانستان په کچه لومړنی اتنوګرافیک موزیم دی چې د کابل ښار په علومو اکاډمي کې موقعیت لري.

دغه موزیم د امیر عبدالرحمن خان د خور شاه بوبوجان په نوم قصر کې د ۱۸۸۰ – ۱۹۰۱ کلونو په اوږدو کې جوړ شوی دی چې دغه قصر په دوو پوړونو کې د تجربه لرونکو داخلي او بهرني، معمارانو او مهندسانو له خوا په مستطیل شکل جوړ شوی چې د قصر ښایست د ننداره کوونکو پام ځان ته را اړوي.

لکه څنګه چې په معاصر تاریخ کې راغلي چې د لومړي ځل لپاره عظمت لرونکي قصرونه په کابل او د افغانستان په نورو ښارونو کې په معاصره دوره کې جوړ شوي، دغه قصر هم د هماغې دورې په بې بېلګې سبک جوړ شوی دی.

دغه قصر د اروپا د رنسانس دورې په سبک له خښتو، خټو او لرګیو له ګچ څخه په استفادې رغول شوی، همدارنګه د قصر پر لرګیو کېندنې، د چت تزئینات او د دخولي دروازې پایې د دې قصر ښکلا لا زیاته کړې ده.

د وخت د جمهور رئیس د فرمان پر اساس دغه قصر په ۱۳۸۱هـ. ش کال کې د افغانستان د علومو اکاډمي علمي – څېړنیز موزیم ته ځانګړی شو .

د اتنوګرافۍ دغه موزیم ګڼ شمېر کمیابه فرهنګي او پخواني اتنیک آثار وروسته له پېژندنې راټول کړي او د دې آثارو په راټولولو کې يې نه ستړي کېدونکي زحمت او زیار ګاللی او په معياري توګه په مشخصو خونو کې تنظیم او نندارې ته ایښودل شوي دي.

د اتنوګرافۍ او هنر د برخې څېړونکو او ننداره کوونکو ته دغه آثار په درېیو برخو کې نندارې ته ایښودل شوي دي:

۱- د افغانستان اتنیک آثار

۲- د افغانستان لرغوني آثار (سکې)

۳- د مډرن هنر آثار چې د هنر د برخې څېړونکو ته ډېر ګټور دي.

د دې لپاره چې آثار په ښه توګه وپېژندل شي، نو آثار له معرفي او تشریح سره په مشخصو ویترینونو کې ایښودل شوي دي، ترڅو ننداره کوونکو او څېړونکو ته د افغانستان د مادي فرهنګ او د آثارو د تحول پېژندنې په هکله معلومات وړاندې شي.

د علومو اکاډمي د موزیم آمریت د موزیم معرفي، د اتنوګرافۍ تعریف او اهداف په یوه بروشور کې ترتیب کړي چې د ټولو مینه والو په خدمت کې دي، همدارنګه د موزیم په مهالنۍ کې د موزیم آثار معرفي او خپريږي. دغه راز د دې موزيم فعالیتونه د «موزیم تحقیقی و اتنوګرافی» په نوم فيسبوک پاڼې څخه خپريږي او لوستونکي کولای شي هغه لايک يا خوښ کړي.

دغه موزيم له پخوا څخه تراوسه پورې د ټولو هېوادوالو او بهرنيانو پر مخ خلاص دی او اوس هم ورڅخه هره ورځ لسګونه کسان ليدنه کوي.

دا موزيم ستاسو ټولو په خدمت کې دی!

https://www.facebook.com/%D8%A7%DA%A9%D8%A7%D8%AF%D9%85%DB%8C-%D8%B9%D9%84%D9%88%D9%85-%D8%A7%D9%81%D8%BA%D8%A7%D9%86%D8%B3%D8%AA%D8%A7%D9%86-%D9%85%D9%88%D8%B2%DB%8C%D9%85-%D8%AA%D8%AD%D9%82%DB%8C%D9%82%DB%8C-%D8%A7%D8%AA%D9%86%D9%88%DA%AF%D8%B1%D8%A7%D9%81%DB%8C-604679853345199/

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۷ - ۱۱:۳۳
Background image

د افغاني ټولنې د کورني مظالمو څېړنه او په حدیثو کې یې حل لارې

ښاغلي نوماند څېړندوی صالح محمد فرید د اسلامي علومو معاونیت د تفسیر او حدیث مرکز علمي غړي د یوې غونډې په ترڅ کې له خپلې علمي ـ څېړنیزې پروژې (د افغاني ټولنې د کورني مظالمو څېړنه او په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۷ - ۱۱:۲۷
Background image

څېړنپوه دوکتور سکندر حسیني ته د کاندید اکاډميسين علمي رتبې نمانځغونډه

د افغانستان په علومو اکاډمي کې څېړنپوه دوکتور سکندر حسیني ته د کاندید اکاډمیسین علمي رتبې د ورکولو نمانځغونډه د څلورنۍ/چهارشنبې په ورځ په ۷/۱۱/۱۴۴۵هـ. ق = ۲۵/ ۲/ ۱۴۰۳ل نېټه جوړه شوه.. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۰ - ۱۱:۵۷
Background image

د کاردیوجنیک شاک د پېښو، لاملونو، تشخیص او درملنې څېړنه

“د علمي- څېړنيزې پروژې دفاع” څېړونکی: څېړنوال دوکتور ضیاءالرحمن حقمل د څېړنې ځای: د جمهوریت ملي تخصصي روغتون او امیري طبي کمپلکس. د دفاع ځای: د افغانستان د علومو اکاډمي د طبیعي علومو. . .

BACK TO NEWS