د افغانستان د علومو اکاډمي د اتنوګرافۍ علمي – څېړنيز موزیم

Ezatullah_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۷ - ۱۰:۲۶
د اتنوګرافی څېړنیز موزیم

د افغانستان د علومو اکاډمي د اتنوګرافۍ علمي – څېړنيز موزیم د افغانستان په کچه لومړنی اتنوګرافیک موزیم دی چې د کابل ښار په علومو اکاډمي کې موقعیت لري.

دغه موزیم د امیر عبدالرحمن خان د خور شاه بوبوجان په نوم قصر کې د ۱۸۸۰ – ۱۹۰۱ م کلونو په اوږدو کې په دوو پوړونو کې د تجربه لرونکو داخلي او بهرني، معمارانو او مهندسانو له خوا په مستطیل شکل جوړ شوی دی چې د قصر ښایست د ننداره کوونکو پام ځان ته را اړوي.

لکه څنګه چې په معاصر تاریخ کې راغلي چې د لومړي ځل لپاره عظمت لرونکي قصرونه په کابل او د افغانستان په نورو ښارونو کې په معاصره دوره کې جوړ شوي، دغه قصر هم د هماغې دورې په بې بېلګې سبک جوړ شوی دی.

دغه قصر د اروپا د رنسانس دورې په سبک له خښتو، خټو، لرګیو او له ګچ څخه په استفادې رغول شوی دی. همدارنګ د قصر پر لرګیو کېندنې، د چت تزئینات او د دخولي دروازې پایې د دې قصر ښکلا لا زیاته کړې ده.

دغه قصر په ۱۳۸۱هـ. ش کال کې د افغانستان د علومو اکاډمي علمي – څېړنیز موزیم ته ځانګړی شو .

د اتنوګرافۍ دغه موزیم ګڼ شمېر کمیابه فرهنګي او پخواني اتنیک آثار وروسته له پېژندنې راټول کړي او د دې آثارو په راټولولو کې يې نه ستړي کېدونکی زحمت او زیار ګاللی او په معياري توګه په مشخصو خونو کې تنظیم او نندارې ته ایښودل شوي دي.

د اتنوګرافۍ او هنر د برخې څېړونکو او ننداره کوونکو ته دغه آثار په درېیو برخو کې نندارې ته ایښودل شوي دي:

۱- د افغانستان اتنیک آثار

۲- د افغانستان لرغوني آثار (سکې)

۳- د مډرن هنر آثار چې د هنر د برخې څېړونکو ته ډېر ګټور دي.

د دې لپاره چې آثار په ښه توګه وپېژندل شي، نو آثار له معرفي او تشریح سره په مشخصو ویترینونو کې ایښودل شوي دي، ترڅو ننداره کوونکو او څېړونکو ته د افغانستان د مادي فرهنګ او د آثارو د تحول پېژندنې په هکله معلومات وړاندې شي.

د علومو اکاډمي د موزیم آمریت د موزیم معرفي، د اتنوګرافۍ تعریف او اهداف په یوه بروشور کې ترتیب کړي چې د ټولو مینه والو په خدمت کې دي، همدارنګه د موزیم په مهالنۍ کې د موزیم آثار معرفي او خپريږي. دغه راز د دې موزيم فعالیتونه د افغانستان د علومو اکاډمي له ویبپاڼې او ټولنیزو صفحو څخه خپريږي چې خوښوونکي یې په اسانۍ سره څارلی شي.

دغه موزيم له پخوا څخه تراوسه پورې د ټولو هېوادوالو او بهرنيانو پر مخ خلاص دی او اوس هم ورڅخه هره ورځ لسګونه کسان ليدنه کوي.

دا موزيم ستاسو ټولو په خدمت کې دی.

د اړيکې شمېره: ۰۷۹۸۷۹۰۴۶۰ ـ ۰۷۸۱۶۶۱۶۶۴

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۶ - ۱۴:۳۳
Background image

د هایپوتایرویدیزم د اپیډیمیولوژي او اختلاطاتو څېړنه

د افغانستان د علومو اکاډمي د طبیعي – تخنیکي علومو معاونیت د طبي علومو مرکز علمي غړي نوماند څېړندوی ساجد نجیب زي د نوماندۍ رتبې د رفع کولو په موخه (د هایپوتایرویدیزم د اپیډیمیولوژي او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۲۱:۲۸
Background image

افغانستان او سیمه؛ فرصتونه او ننګونې

نن چهارشنبه/ څلورنۍ د ۱۴۰۵ ل کال د سرطان/ چنګاښ ۱۰مه او د ۱۴۴۸ هـ ق کال د محرم الحرام ۱۵مه نېټه د افغانستان د علومو اکاډمي د بشري علومو معاونیت، د سیمه ییزو مطالعاتو مرکز په نوښت د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۴ - ۱۲:۱۲
Background image

مشواڼي په سوېلي پښتونخوا کې

د افغانستان د علومو اکاډمۍ د پښتو څېړنو بین المللي مرکز علمي غړي او د پښتنو تاریخ او فرهنګ انسټیټوټ آمر څېړندوی حمایت الله ښاد د پښتو څېړنو بین المللي مرکز د سیمینارونو په تالار کې د. . .

BACK TO NEWS