د پوهاند الهام پښتو ګرامر طرح؛ له عنعنې څخه د نوښت په لوري لومړنی ګام
«شننه او ارزونه»
له علمي- څېړنیزې رسالې دفاع وشوه.
نن ۲۸/۱۰/۱۴۰۱ نېټه نوماند څېړنوال دوکتور نورالحبیب نثار له خپلې څېړنېزې رسالې ((د پوهاند الهام پښتو ګرامر طرح؛ له عنعنې څخه د نوښت په لوري لومړنی ګام «شننه او ارزونه»)) څخه د څېړنوال علمي رتبې ته د لوړاوي په موخه بریالۍ دفاع وکړه.
نوموړي په دغه علمي څېړنیزه پروژه کې د پوهاند الهام پر ژوند، هلو ځلو او زمانه باندې بحث کړی؛ د پښتو ګرامر طرح یې را اخیستې او په وروستي فصل کې یې «د پښتو ګرامر طرح د نوښت په لوري لومړني ګام» تر سرلیک لاندې د دې طرحې شننه او ارزونه کړې ده. خپله رساله یې په نتیجې، وړاندیزونو او مأخذونو راټوله کړې ده.