د GIS او Remote Sensing په مرسته د پنجشېر او پروان ولایتونو د سېلابونو تحلیل او ارزونه (2022-2012 م)

Ezatullah_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱/۲۹ - ۱۲:۴۷
نوماند څېړندوی حامد امان

( د علمي- څېړنیزې رسالې دفاع)
د افغانستان د علوملو اکاډمۍ، د طبیعي – تخنیکي علومو معاونیت، د ځمکپوهنې مرکز، د هایدرومیتیورولوژۍ انستیتوت د طبیعي جغرافیې څانګې علمي غړی نوماند څېړندوی حامد امان څېړندوی علمي رتبې ته د لوړاوي په موخه له خپلې علمي – څېړنیزې رسالې ( د GIS او Remote Sensing په مرسته د پنجشېر او پروان ولایتونو د سېلابونو تحلیل او ارزونه (2022-2012 م) څخه په (۲۸/۱/۱۴۰۲) نېټه د څېړونکو، پوهانو او استادانو  په ګډون او  د دفاع د کمیسون اعضاوو  په حضور کې بریالۍ دفاع وکړه.
دغه علمي – څېړنېزه رساله د سریزې سربیره څلور څپرکی، پایلی، وړاندیزونه، ماخذ او ضمیمې لري.
لومړۍ څپرکی د موضوع  شالید ته ځانګړې شوې چې په ترڅ کې نړۍ او افغانستان په ځانګړي توګه  د پنجشېر او پروان ولایتونو سېلابونو ته کتنه او پدې برخه کې موجود آثار تر بحث او څېړنې لاندې نیول شوي دي.
دویم څپرکی عمومي معلومات ځانګړې شوې چې په ترڅ کې یې د سیمې جغرافیایي موقعیت، توپوګرافیکي وضعیت، اقلیمي او هایدروګرافیکي ځانګړتیاوې او نباتي پوښښ په هر اړخیزه توګه څېړل شوي چې په پایله کې یې نوې موندنې لاسته راغلل دي.
دریم څپرکی د څېړنې تر ټولو اساسي برخه جوړه وي چې په ترڅ کې یې سېلاب او ډولونه يې، د سېلابونو لاملونه، د سېلاب ځانګړنې، د سېلابونو له امله رامنځته شوي ګواښونه ( انساني، حیواني، نباتي، د خاورې او چاپېریال تخریب ) د سېلابونو څخه ګټه اخیستنه، د GIS  او HEC_HMS پروګرامونو پر مټ د سیندونو هایدورګرافیکي حالت څېړل، د سيمې د اورښتونو د اوبو حجم او کچې معلومول او د سېلابونو د HEC_HMS موډلونو په مرسته لاسته راوړل، د GIS او REMOTE SENSING په مرسته د زیانمنو سیمو معلومول او په نقشو کې یې ښودل، د زیانمنو سیمو طبقه بندي، د سېلابونو وړاندوینه او د سېلابونو مدیریت څېړل شوي او پایلې يې په لسګونو نقشو،ګرافونو او جدولونو کې ښودل شوي او ورڅخه تحلیل او ارزونه شوې ده.
څلورم څپرکی کې علمي- تخنیکي او اقتصادي اغېزې شاملې دي چې په ترڅ کې يې د دغې څېړنې اغېزمنتوب په علمي، تخنیکي او اقتصادي برخو کې په داګه شوي او په پایله کې يې ډېر نوي علمي او تخنیکي موندنې لاسته راغلي دي. په آخره کې دغه علمي - څېړنیزه رساله په هراړخیزه پایلې، اړین وړاندیزونه، مآخذ او ضمیمې پای ته رسیېږی.
په دغه رساله کې د نوي تکنالوژي څخه په ګټه اخېستنې سېلابونه پدیده د لسو کلونو په موده کې په پنجشېر او پروان ولایتو کې په دقیقه ټوګه څېړل شوي او د غوره مدیریت لپاره یې لارې چارې لاسته راغلي او اړوند اداراتو ته د اجرا په موخه وړاندي شوي دې.
په پایله کې یاده دفاع د مؤظف کمېسیون له لوری مثبته وارزول شوه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۰:۲۰
Background image

د پښتو څېړنو بین المللي مرکز د تأسیس د څلوېښتمې کالیزې (۱۳۵۵ – ۱۳۹۵ل.) د مقالو ټولګه چاپ شوه

د افغانستان د علومو اکاډمي د پښتو څېړنو بين المللي مرکز د څلوېښتمې کاليزې په مناسبت په   ۱۳۹۶ل. کال په راجوړې شوې نمانځغونډه کې د اورول شوو مقالو تولګه د علومو اکاډمي د اطلاعاتو او عامه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۹:۲۹
Background image

په تاریخ لیکنه کې د ناسمو سندونو او سرچینو پېژندنه

د افغانستان د علومو اکاډمي، د ټولنیزو علومو په مرکز کې د تاریخ او اتنوګرافي د انسټیټیوټ علمي غړي څېړندوی ولي الله ارین «په تاریخ لیکنه کې د ناسمو سندونو او سرچینو پېژندنه» تر سرلیک. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۹:۸
Background image

د علومو اکاډمۍ د ژباړې او تدقیق مرکز او د کنفرانس د عالي کمیسیون رئیس شیخ الحدیث محمد عزیز الله مظهري صاحب په ملتیا، بلخ ولایت ته سفر

څلورنۍ /چهارشنبه د ۱۴۰۵ ل کال د تلې/میزان ۱۵مه (د ۱۴۴۸ هجري قمري کال د ربیع‌الثاني ۲۴مه) د اوزبېکستان د مسلمانانو ادارې د لومړي معاون او په معاصرو اسلامي علومو کې د امام مرغیناني رحمه. . .

BACK TO NEWS