پر ”دنیا“ ناول کره‌کتنه

Ezatullah_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۲/۲۳ - ۱۳:۴۵
 څېړنوال سیدنظیم سیدي

"علمي- څېړنیز کنفرانس"

د افغانستان د علومو اکاډمي، د بشري علومو د معاونیت، د ژبو او ادبیاتو مرکز، د پښتو ژبې او ادبیاتو انستیتوت علمي غړي څېړنوال سیدنظیم سیدي «پر دنیا ناول کره کتنه» علمي- څېړنیز کنفرانس وړاندې کړ.

دنیا ناول د آغلې صفیې حلیم لیکلی اثر دی، چې په ۱۳۸۴ل کال کې د سوما خپرندویې ادارې له خوا په ننګرهار کې خپور شوی دی.

ښاغلي څېړنوال سید نظیم سیدي د دنیا ناول پر شکلي جوړښت او منځپانګه دواړو کره‌کتنه کړې وه او د ناول په بېلابېلو اړخونو یې بحث وکړ. دنیا ناول چې په سویلي افریقا کې د هندي کورنیو کیسه کوي او هلته د توکمیز تعصب پر وړاندې د نیلسن منډیلا په مبارزه کې د هندیانو ونډه ښيي او له بلې خوا په هغه ځای کې د هندي وګړو ترمنځ د خپل فرهنګ او کلتور ساتل انځوروي او تر څنګ يې د طبقاتي مسایلو او ناندریو په اړه هم خبرې لري.

ښاغلي څېړونکي د ناول په ښېګڼیو او کمزوریو دواړو رڼا واچوله او په هېواد کې د نالونو پر روان بهیر یې هم لنډه تبصره لرله. دغه کره‌کتنه به ډېر ژر د کابل مجلې په نویو ګڼو کې چاپ او د لوستونکو او مینه‌والو تر ګوتو ورسېږي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۶ - ۱۱:۲
Background image

تست

بببب

شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۱ - ۱۱:۹
Background image

د افغانستان لرغون پېژندنې څېړنیزې مجلې نوي (۴۷) ګڼه چاپ شوه

د افغانستان لرغون پېژندنې څېړنیزه مجله د افغانستان د علومو اکاډمۍ د بشري علومو معاونیت اړونده د لرغون پېژندنې څېړنیز مرکز علمي څېړنیزه مجله ده؛ چې په ۱۳۵۸ لمریز کال کې یاد مرکز له لورې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۹ - ۹:۵۸
Background image

د زېري جريدې د ۱۴۰۵ل کال د غبرګولي او چنګاښ مياشتې دوه ګڼې چاپ شوې

د زېري جريده د علومو اکاډمي د ژبو او ادبياتو مرکز د پښتو ادبياتو انسټيټيوټ اړوند علمي خپرنيز ارګان دی. دا خپرنيز ارګان له نن څخه نهه اتيا (۸۹) کلونه وړاندې په (۱۳۱۶ل) کال کې تأسيس شوی. . .

BACK TO NEWS