«د افغانستان بانکي سیستم او پر ملي اقتصاد یې اغېزې [1382-1400ل]»

Ezatullah_admin
شنبه ۱۴۰۱/۱۱/۱ - ۱۵:۱۸
د افغانستان بانکي سیستم او پر ملي اقتصاد یې اغېزې [1382-1400ل]

(علمي- څېړنیزې رسالې دفاع)

د افغانستان د علومو اکاډمي د اقتصاد انستیتوت علمي غړي نوماند څېړندوی شوکت الله عابد له خپلې علمي - څېړنيزې رسالې ««د افغانستان بانکي سیستم او پر ملي اقتصاد یې اغېزې [1382-1400ل]» څخه د څېړوندی علمي رتبې ته د لوړاوي په موخه په 1401/11/1هـ. ش نېټه د پوهانو، څېړونکو او استادانو په شتون کې بریالۍ دفاع وکړه.

نوموړي په دغې علمي- څېړنیزه پروژه کې د افغانستان د بانکي سیستم د اوسني روښانه انځور پر وړاندې کولو سربېره د بانکونو د خدمتونو د اهمیت او ارزښت او په اقتصادي سکتورونو کې یې اغېزې په ښه شکل څېړلي او په دې سکتور کې یې پر شته ننګونو او مناسبو فرصتونو باندې مهم مباحث وړاندې کړي دي.

دغه رساله په پايلې، وړاندیزونو او مأخذونو په وړاندې کولو سره راټوله شوې وه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۰:۲۰
Background image

د پښتو څېړنو بین المللي مرکز د تأسیس د څلوېښتمې کالیزې (۱۳۵۵ – ۱۳۹۵ل.) د مقالو ټولګه چاپ شوه

د افغانستان د علومو اکاډمي د پښتو څېړنو بين المللي مرکز د څلوېښتمې کاليزې په مناسبت په   ۱۳۹۶ل. کال په راجوړې شوې نمانځغونډه کې د اورول شوو مقالو تولګه د علومو اکاډمي د اطلاعاتو او عامه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۹:۲۹
Background image

په تاریخ لیکنه کې د ناسمو سندونو او سرچینو پېژندنه

د افغانستان د علومو اکاډمي، د ټولنیزو علومو په مرکز کې د تاریخ او اتنوګرافي د انسټیټیوټ علمي غړي څېړندوی ولي الله ارین «په تاریخ لیکنه کې د ناسمو سندونو او سرچینو پېژندنه» تر سرلیک. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۹:۸
Background image

د علومو اکاډمۍ د ژباړې او تدقیق مرکز او د کنفرانس د عالي کمیسیون رئیس شیخ الحدیث محمد عزیز الله مظهري صاحب په ملتیا، بلخ ولایت ته سفر

څلورنۍ /چهارشنبه د ۱۴۰۵ ل کال د تلې/میزان ۱۵مه (د ۱۴۴۸ هجري قمري کال د ربیع‌الثاني ۲۴مه) د اوزبېکستان د مسلمانانو ادارې د لومړي معاون او په معاصرو اسلامي علومو کې د امام مرغیناني رحمه. . .

BACK TO NEWS