د امربالمعروف او نهي عن المنکر فقهي څېړنه

Ezatullah_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۱۸ - ۱۲:۵۴
نوماند څیړندوی سمیع الله صاحبزاده

(د علمي - څېړنیزې رسالې دفاع)

د افغانستان د علومو اکاډمي د فقه او قانون مرکز علمي غړی نوماند څېړندوی سمیع الله صاحبزاده له خپلې علمي – څېړنیزې پروژې (د امربالمعروف او نهي عن المنکر فقهي څېړنه) څخه (د چهار شنبي په ورځ ۱۷/ ۱۲/ ۱۴۰۱ ه ل نیټې) د پوهانو، څیړونکو او استادانو په حضور کې په بریالۍ توګه دفاع وکړه. 
نوموړي په دغه علمي – څېړنیزه پروژه کې د امر بالمعروف او نهي عن المنکر په احکامو، فضیلت، د داعي صفاتو، د وسائلو ترڅنګ په معاصرو وسائلو او اغیزو باندې بحث کړی او په پایله، وړاندیزونو او مأخدونو باندې یې راټوله کړې ده.
له دفاع وروسته د حاضرینو له خوا د موضوع اړوند سوالونه مطرح شول چې د څیړونکي له خوا د قناعت وړ ځوابونه ورکړل شول، دفاع د تعین شوي کمیسیون له لورې مثبته ارزیابي شوه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۵:۲۰
Background image

اسباب عذاب الهی در قرآن کریم

ښاغلي نوماند څېرنیار محمد بلال عظیمي د تفسیر او حدیث مرکز د تفسیر او علوم القرآن انسټیټوټ د تفسیر دیپارټمنټ علمي غړي نن دیکشنبې په ورځ ۱۴۰۵ کال د وري په ۳۰ مه د تفسیر او حدیث مرکز کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۱۵:۳۶
Background image

د ژبو ډلبندي او ډولبندي ته کتنه

نن څلورنۍ/ چهارشنبه د ۱۴۰۵ ل کال د وري/ حمل ۲۶مه نېټه د افغانستان د علومو اکاډمي د بشري علومو معاونیت د ژبو او ادبیاتو مرکز، د لرغونو ژبو او ادبیاتو انسټیټوټ علمي غړي څېړنوال رحیم الله. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۰:۷
Background image

د معنا پوهنې او کارونپوهنې (پراګماټیکس) پېژندنه، اړیکې او توپیرونه

د ١٤٠٥ ل. کال د وري په ١٩مه نېټه د څلورنۍ په ورځ د علومو اکاډمي، د بشري علومو معاونیت د ژبو او ادبیاتو مرکز د پښتو ژبې او انسټیټيوټ علمي غړي څېړندوی خالد تکل د څېړنوالۍ علمي رتبې ته د. . .

BACK TO NEWS