د علومو اکاډمي پلاوي د بهرنيو چارو وزارت د ستراتيژیکو مطالعاتو له رئيس سره وليدل

Ezatullah_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۶ - ۱۳:۲۸
د علومو اکاډمي پلاوي د بهرنيو چارو وزارت د ستراتيژیکو مطالعاتو له رئيس سره وليدل

د علومو اکاډمي د کلتوري او بهرنيو اړيکو رئيس ښاغلي مولوي محب الله عصمت په مشرۍ يوه پلاوي د بهرنيو چارو وزارت د ستراتيژیکو مطالعاتو له رئيس ښاغلي ولي الله شاهین سره وليدل.

په دې ليدنه کې چې د علومو اکاډمي له لوري د سيمه ييزو مطالعاتو مرکز يو شمېر غړو او د بهرنیو چارو وزارت د ستراتيژیکو مطالعاتو دواړو مرستیالانو ګډون درلود، د دواړو ادارو ترمنځ د ګډو علمي، کلتوري او څېړنيزو اړيکو پر پراختيا او همغږۍ بحث وشو. د يادونې وړ ده چې دواړو لوريو په علمي ډګر کې يو بل ته د همکارۍ ډاډ ورکړ او ښاغلي شاهین د علومو اکاډمۍ له ورغلي پلاوي څخه مننه وکړه چې د دولتي ادارو ترمنځ يې د اړيکو ټينګولو او همغږۍ لپاره ګام پورته کړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۰:۲۰
Background image

د پښتو څېړنو بین المللي مرکز د تأسیس د څلوېښتمې کالیزې (۱۳۵۵ – ۱۳۹۵ل.) د مقالو ټولګه چاپ شوه

د افغانستان د علومو اکاډمي د پښتو څېړنو بين المللي مرکز د څلوېښتمې کاليزې په مناسبت په   ۱۳۹۶ل. کال په راجوړې شوې نمانځغونډه کې د اورول شوو مقالو تولګه د علومو اکاډمي د اطلاعاتو او عامه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۹:۲۹
Background image

په تاریخ لیکنه کې د ناسمو سندونو او سرچینو پېژندنه

د افغانستان د علومو اکاډمي، د ټولنیزو علومو په مرکز کې د تاریخ او اتنوګرافي د انسټیټیوټ علمي غړي څېړندوی ولي الله ارین «په تاریخ لیکنه کې د ناسمو سندونو او سرچینو پېژندنه» تر سرلیک. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۹:۸
Background image

د علومو اکاډمۍ د ژباړې او تدقیق مرکز او د کنفرانس د عالي کمیسیون رئیس شیخ الحدیث محمد عزیز الله مظهري صاحب په ملتیا، بلخ ولایت ته سفر

څلورنۍ /چهارشنبه د ۱۴۰۵ ل کال د تلې/میزان ۱۵مه (د ۱۴۴۸ هجري قمري کال د ربیع‌الثاني ۲۴مه) د اوزبېکستان د مسلمانانو ادارې د لومړي معاون او په معاصرو اسلامي علومو کې د امام مرغیناني رحمه. . .

BACK TO NEWS