غونډې
جلسه شورای علمی اکادمی علوم برگزار گردید
شورای علمی اکادمی علوم جلسه نوبتی خویش را به روز سه شنبه مورخ ۱۴ دلو سال ۱۳۹۹هـ.ش برگزار نمود. در این جلسه برعلاوه بحث روی رساله های علمی- تحقیقی اعضای علمی بخش های مختلف اکادمی علوم، پلان های پروژه های جدید علمی- تحقیقی تایید و تصویب گردید . در پایان این جلسه بحث پیرامون موضوعات مختلف علمی و اداری نیز صورت گرفت.
د «فرانسوي – پښتو سیند» اثر مخکتنه وشوه
د ښاغلي ډاکټر محمد اکبر وردګ «فرانسوي – پښتو سیند» اثر مخکتنه د افغانستان د علومو اکاډمي د علامه احمد علي کهزاد د سیمینارونو او کنفرانسونو په تالار کې د چهارشنبې پر ورځ د سلواغې پر ۸مه وشوه. په دغې غونډه کې د علومو اکاډمۍ پر علمي غړو سربېره، پوهانو، فرهنګيانو، محصلينو او د ادب مینه والو ګډون کړی وو. غونډه د قرآن کریم په تلاوت او د ملي سرود په غږولو سره پیل شوه. دغه قاموس په فرانسه کې مېشت قاموس ليکونکي ډاکټر محمد اکبر وردګ لیکلی چې څه باندې ۶۰۰ مخونه لري او ۴۱زره لغتونه په کې راغلي او په دې وروستيو کې فرانسه کې چاپ شوی دی. د افغانستان د علومو اکاډمي عمومي رئیس څېړنپوه دکتور عبدالظاهر شکیب د جلالتمآب جمهور رئیس محمد اشرف غني پیغام ولوست چې په کې راغلي وو: د تېرو څلورو لسیزو جګړو په نتیجه کې زموږ ګڼ شمېر پوهان او متخصصان اړ ایستل شول چې له وطنه ووځي او دا فرصت و نه مومي چې خپله پوهه او مهارت د هېواد د خلکو لپاره وکاروي. له نېکه مرغه موږ د پوهاند ډاکټر وردګ غوندې داسې مهاجر پوهان او دانشمندان هم لرو چې په پردېسۍ او جلاوطنۍ کې هم د پلارني هېواد لپاره کار کوي او خولې تویوي. په پیغام کې زیاته شوې وه، د افغانستان له علومو اکاډمي مننه کوي چې د پوهاند ډاکټر وردګ د یوه مهم خدمت د معرفي کولو او قدردانۍ غونډه يې جوړه کړې ده. د علومو اکاډمي عمومي رئیس څېړنپوه دکتور عبدالظاهر شکیب په خپلې پرانيستې وينا کې وویل: په پښتو ژبه کې قاموس لیکنه دوه نیم سوه کاله مخکې د تیمورشاه درانۍ په وخت کې د یوه ختیځپوه له خوا پيل شوې ده.
د علومو اکاډمي د درېيو متقاعدو استادانو ویاړ غونډه جوړه شوه
د افغانستان د علومو اکاډمي د ژبو او ادبیاتو مرکز د پښتو ژبې او ادبیاتو انستیتوت د درېيو پياوړو څېړونکو او استادانو هر یو څېړنپوه نصرالله ناصر، څېړنپوه مولاجان تڼېوال او څېړنوال زکریا ملاتړ د ترسره کړو علمي – څېړنیزو خدمتونو په پار ویاړ غونډه جوړه شوه. دغه غونډه د ژبو او ادبياتو مرکز د پښتو ژبې او ادبياتو انستيتوت په نوښت او د دري ژبې او ادبياتو انستيتوت په همکارۍ جوړه او ترسره شوه. د غونډې په پیل کې د علومو اکاډمي عمومي رئیس څېړنپوه دکتور عبدالظاهر شکیب له نوموړو استادانو سره د خاطرو د یادولو ترڅنګ وویل، يادو شويو درېيو استادانو کابو نيمه پېړۍ د علم، فرهنګ او ادبیاتو په برخه کې کار کړی او اوس يې هم کوي، چې د دوی دغه خدمات د قدر وړ دي. دوی ټولو ځوان علمي کدرونه علمي- څېړنيو مسايلو ته متوجه کړي او هڅولي دي. د ژبو او ادبیاتو مرکز رئیسې څېړنوالې عاطفې نورستانۍ وویل، يادو شويو درېيو استادانو مونږ ته قلم په لاس کې راکړی او په علمي برخه کې يې د څېړنو لپاره لارښوونې کړې او لاسنيوی یې کړی دی.
«په پښتونخوا کې پښتو لنډه کیسه» اثر مخکتنه وشوه
د «په پښتونخوا کې پښتو لنډه کیسه» کتاب چې مرحومې څېړنوالې ګل غوټۍ خاورې لیکلی، د مخکتنې غونډه يې د ۱۳۹۹هـ. ش کال د جدي په ۲۹مه نېټه د دوشنبې پر ورځ د افغانستان د قلم ټولنې له خوا د علومو اکاډمي د علامه احمد علي کهزاد د سیمینارونو او کنفرانسونو په تالار کې جوړه شوه. په دغې غونډه کې د علومو اکاډمی علمي غړو، د فرهنګ او ادب مینه والو او د غوټۍ خاورې د کورنۍ غړو ګډون کړی وو. دغه اثر د افغانستان د علومو اکاډمي د اطلاعاتو او عامه اړيکو رياست له خوا چاپ شوی چې ۴۸۵ مخونه او پر سریزې سربېره ۷ څپرکي، پایله او وړاندیزونه لري. غونډه د قرآن کریم په تلاوت سره پیل شوه او ورپسې ملي سرود وغږول شو. د علومو اکاډمۍ علمي غړې څېړندویې نازو کمال د خدای بخښلې خاورې ژوندلیک ولوست چې په کې راغلی وو: ګل غوټۍ خاورې د شاه ولي خاورې لور په 1340 لمریز کال د کب په میاشت کې د ننګرهار ولایت د روداتو ولسوالۍ په حصار شاهي کلي کې زېږېدلې ده، هغې د اکاډمیکو چارو ترڅنګ، په باختر آژانس، ملي راډیو تلویزیون او د هېواد په بېلابېلو دولتي ورځپاڼو کې ژورنالستیک کارونه هم پر مخ وړي دي.
د علومو اکاډمي د علمي شورا غونډه
د افغانستان د علومو اکاډمۍ علمي شورا خپله نوبتي غونډه د ۱۳۹۹هـ. ش کال د جدي مياشتې پر ۲۳مه نېټه ترسره کړه. په دې غونډه کې د علومو اکاډمي د بېلا بېلو علمي برخو د علمي کادر د غړو علمي- څېړنيزې رسالې او د نويو علمي- تحقیقي پروژو پلانونه تایید او تصویب شول. پردې سربېره د علومو اکاډمي د علمي او اداري برخو پر مختلفو مسايل بحث او پرېکړې وشوې.
د علومو اکاډمي د نشراتي کمیسیون غونډه جوړه شوه
کابل: د افغانستان د علومو اکاډمۍ، نشراتي کمیسیون خپله نوبتي غونډه د ۱۳۹۹هـ. ش کال د قوس مياشتې پر ۱۷مه نېټه ترسره کړه. په دې غونډه کې د نشراتي کمیسیون غړو ګډون کړی وو او په کې کمیسیون ته د راجع شويو آثارو په اړه بحث او لازمې پرېکړې وشوې.
«د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي» غونډه جوړه شوه
کابل، د علومو اکاډمي: د افغانستان د علومو اکاډمي د جندر آمریت له خوا «د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي» په نوم غونډه د ۱۳۹۹ هـ. ش کال د لیندۍ میاشتې په ۱۶مه نېټه د یکشنبې پر ورځ ترسره شوه. غونډه د قرآن کریم په تلاوت او د ملي سرود په غږولو سره پیل شوه. د افغانستان د علومو اکاډمي د بشري علومو مرستیال څېړنپوه دکتور محمد علم اسحاقزي په خپلې پرانیستې وينا کې وویل: د دې ورځې په نمانځلو سره مونږ د ښځو له حقوقو ملاتړ کوو او ټول نارینه مکلف دي چې د اسلام د مقدس دین په رڼا کې ځان د ښځو له حقونو خبر کړي.
د کابل پوهنتون شهیدانو ته د دعا په مناسبت د قرآن عظیم الشان ختم ترسره شو
کابل: د افغانستان په علومو اکاډمي کې د کابل پوهنتون شهیدانو ته د دعا په مناسبت د ۱۳۹۹هـ. ش کال د لړم میاشتې په ۱۳مه نېټه د سه شنبې پر ورځ د قرآن کريم ختم ترسره شو. تېره ورځ (دوشنبه) د هېواد پر ستر اکاډميک او علمي مرکز (کابل پوهنتون) وسله وال وحشيانه بريد وشو چې په کې لسګونو هېوادوالو ته مرګ ژوبله واوښته.
«د نورستان په فولکلوریکو او شفاهي ادبیاتو کې د ښځې دریځ» پروژې دفاعيه غونډه
کابل: د افغانستان د علومو اکاډمي د ژبو او ادبیاتو مرکز علمي غړې څېړنوالې عاطفې نورستانۍ «د نورستان په فولکلوریکو او شفاهي ادبیاتو کې د ښځې دریځ» په نوم علمي- څېړنیزه پروژه د ۱۳۹۹هـ. ش کال د لړم میاشتې په۳مه نېټه د شنبې پر ورځ دفاع کړه. د دې پروژې لارښود استاد څېړنپوه نصرالله ناصر او تقریظ ورکوونکي يې څېړنپوه دکتور سید محی الدین هاشمي، څېړنپوه علي محمد منګل، پوهاند پښتون آقا شېرزاد او څېړنپوه محمد نبي صلاحي وو. آغلي نورستانۍ د یادې موضوع په اړه وویل: په ټوله کې د نورستانيانو د فولکلوريکو او شفاهي ادبياتو پانګه د لرغونتوب له مخې درنه او بډايه ده چې خپل تاريخي پړاوونه يې په منظم ډول په خپل جغرافيايي چاپېريال کې تېر کړي دي. دوی زموږ د هېواد د نورو قومونو په څېر آريايي منشاء لري، د فورلکلوري ادبياتو په ټولو پنځولو کې يې لوړ انساني ارزښتونه نغښتي دي چې د ټولنيز ژوند بېلابېلې خواوې؛ لکه هنري ذوق، ښکلا پېژندنه، دودونه او باورنه، نرخونه او انساي اړيکې، د تخيل ځواک او ذهني ودې پړاوونه په کې په څرګند ډول ځلول شوي دي.