غونډې
په علومو اکاډمۍ کې د اصلاحاتو په موخه غونډه وشوه
د افغانستان د علومو اکاډمۍ د تشکیلاتي جوړښت د اصلاح اوپر دندو او فعاليتونو د بیاکتنې په اړه د جمهوري ریاست د عالي مقام د حکم د تطبيق په تړاو د همغږۍ غونډه د جمهوري ریاست د عالي شورا ګانو د انسجام ریاست له لوري جوړه شوه، چې د علومو اکاډمۍ رئيس، په فرهنګي چارو کې د جمهوري ریاست د عالي مقام سلاکارانو، د جمهوري ریاست د معاونيت د عالي مقام سلاکارانو، د لوړو زده او اطلاعاتو او فرهنګ وزارتونو مرستيالانو او د جمهوري ریاست په حکم کې د شاملو نورو ادارو رئيسانو پکې ګډون درلود.
د نورستان په مرکز پارون کې د شفاهي ادبياتو او اسطورو تر سرليک لاندې بحث او علمي غونډه تر سره شوه.
په دغه غونډه کې د افغانستان د علومو اکاډمۍ عمومي رئیس څېړنپوه دکتور عبدالظاهر شکېب، په علمي او ټولنیزو چارو کې د ولسمشر سلاکار پوهاند دکتور لعل پاچا ازمون، په فرهنګي چارو کې د ولسمشر سلاکار محمد زرین انځور، د ننګرهار پوهنتون پخوانی رئيس پوهنوال ببرک مياخېل ، د علومو اکاډمۍ، کابل او ننګرهار پوهنتونونو يو شمېر استادانو او فرهنګيانوګډون وکړ.
د علومو اکاډمي د علمي شورا غونډه
کابل: د افغانستان د علومو اکاډمۍ علمي شورا خپله نوبتي غونډه د ۱۳۹۹هـ. ش کال د وږي مياشتې پر ۱۹مه نېټه ترسره کړه. په دې غونډه کې د علومو اکاډمي د بېلا بېلو علمي برخو د علمي کادر د غړو علمي- څېړنيزې رسالې او د نويو علمي- تحقیقي پروژو پلانونه تایید او تصویب شول. پردې سربېره د علومو اکاډمي د علمي او اداري برخو پر مختلفو مسايل بحث او پرېکړې وشوې.
د افغانستان سيمه ييزه سوداګري او ټرانزيټ: فرصتونه او ستونزې
کابل: د افغانستان علومو اکاډمي د سيمه ييزو مطالعاتو مرکز د محمود طرزي فکري بنسټ له لوري، د ۱۳۹۹ هـ.ش کال د سنبلې مياشتې پر ۱۷مه نېټه د دوشنبې په ورځ «د افغانستان سيمه ييزه سوداګري او ټرانزيټ: فرصتونه او ستونزې» تر سرليک لاندې علمي غونډه جوړه شوه.
د پښتو ژبې د ليکدود د يووالي په اړه غونډه
کابل: د پښتو ژبې د ليکدود د يووالي په اړه غونډه د ۱۳۹۹هـ. ش کال د وږي مياشتې په ۱۶مه او ۱۷مه نېټه د افغانستان په علومو اکاډمي کې ترسره شوه. په دې علمي غونډه کې د علومو اکاډمي د ژبو او ادبیاتو مرکز د پښتو ژبې او ادبیاتو انستیتوت علمي غړو، د پښتو څېړنو بین المللي مرکز علمي غړو، د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون او کابل پوهنتون استادانو او ځینو نورو څانګوالو برخه اخیستې وه.
د اجتماعي علومو د مرکز له علمي غړو سره ناسته ترسره شوه
کابل: د افغانستان د علومو اکاډمي د بشري علومو معاونيت له خوا د دې معاونيت د ټولنيزو علومو مرکز د علمي- څېړنيړو او اداري کارونو د لا ښه والي لپاره له علمي غړو سره ناسته ترسره شوه. دغه ناسته چې د ۱۳۹۹هـ. ش کال د سنبلې په ۱۱مه د سه شنبې په ورځ جوړه شوه، په کې د اجتماعي علومو د مرکز رئيس څېړنپوه شېرعلي تزري د دې مرکز د علمي- تحقیقاتي چارو لنډ ګزارش وړاندې کړ او بيا د تاریخ او اتنوګرافۍ، اقتصاد، ټولنپوهنې او فلسفې، ژورناليزم او حقوقو انستیتوتونو آمرينو او علمي غړو په دې اړه خپل نظريات او وړانديزونه شريک کړل.