د زېري جريدې د ۱۴۰۴ ل کال نوی ګڼې چاپ شوې

Ezatullah_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۳ - ۱۰:۵۹
د زېري جريدې د ۲۴۰۴ل کال نوی ګڼې چاپ شوې

د زېري جريده د علومو اکاډمي د ژبو او ادبياتو مرکز د پښتو ادبياتو انسټيټيوټ اړوند علمي خپرنيز ارګان دی۔ دا خپرنيز ارګان له نن څخه اته اتيا کلونه وړاندې په (۱۳۱۶ل) کال کې تأسيس شوی دی چې دمګړۍ يې درېيمه خپرنيزه لړۍ روانه ده۔ په دې جريده کې ادبي، ژبني، فرهنګي مطالب او مقالې خپرېږي چې د اکاډمۍ د استادانو تر څنګ په کې د پوهنتونونو د استادانو، زده کړيالانو او همدا ډول په هېواد او نړۍ کې د نورو څېړونکو مقالې ځای لري۔ د روان (۱۴۰۴ل) کال له پېل څخه تر دې دمه يعنې د روان کال په لومړي نيمايي کې د يادې جريدې شپږ ګڼې چاپ شوې دي چې په کې د خپرو شوو مقالو ليکلړ يې په لاندې ډول راوړو۔

د زېري جريدې د ۱۴۰۴ل کال له وري تر وږي د (۶) مياشتو په ګڼو کې چاپ شوې مقالې

۱۔ تاریخ شاهي (تاریخ سلاطین افاغنه) تحلیلي کتنه او ارزونه / اکاډميسين څېړنپوه دوکتور سيد محی الدين هاشمي

۲۔ د ”پښتونخوا“ د شلمې پېړۍ د ادبي ـ فرهنګي بهیر شننه / څېړوندوی حمايت الله ښاد

۳۔ د سعدي د ګلستان پښتو ژباړې / پروفيسور سيال کاکړ؛ ژباړن: څېړندوی بشرمل زرغون

۴۔ د حمزه بابا په اشعارو کې تلمیح / محمد ياسين اميني

۵۔ زېری او نوی کال / اداره (سرليکنه)

۶۔ ابېڅې (الفبا) اکوبکو / څېړنوال دوکتور عبدالاحد منګل

۷۔ قران کريم او د روژې مبارکه مياشت (د کنفرانس راپور) / څېړنيار احسان الله حليمي

۸۔ پر حال د ماضي مداخله / پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي

۹۔ لومړنی اغېز / قيصر اپريدي

۱۰۔ د عمر خيام د څلوريزو پښتو منظومې ژباړې / پروفيسور سيال کاکړ؛ ژباړن: څېړندوی بشرمل زرغون

۱۱۔ په ښوونيز بهير کې د پښتو تدريسي مضامينو شننه / څېړندوی پښتون پښتون

۱۲۔ سپين سرې (لنډه کيسه) / څېړنپوه دوکتور سيد نظيم سيدي

۱۳۔ د سايل تخليق او تخليقي هنرمندي / خادم حسين عامر

۱۴۔ منځګړې ژبه (لنګوافرينکا) / جاوېد افتاب

۱۵۔ پېښې يا پېښې کول (پيروډي) / جاوېد افتاب

۱۶۔ بې درده پښتنو ته د نغمو ضرورت څه و؟ / څېړندوی محب الله وصال

۱۷۔ پر د يوازېوالي دېوال کره کتنه / څېړندوی محمد اتل انګار

۱۸۔ فن او فنکار په ټولنيزو زندانونو کې / قيصر اپريدي

۱۹۔ شېرين اکا (لنډه کيسه) / سيد ادريس سادات

۲۰۔ ګرامري جوړښت/ څېړنپوه مولا جان تڼيوال

۲۱۔ د کليله و دمنه پښتو ژباړې / پروفيسور سيال کاکړ؛ ژباړن: څېړندوی بشرمل زرغون

۲۲۔ د سپين بغاوت منلی شاعر / نعمت الله صديقي

۲۳۔ تطبيقي ژبپوهنه / رحمت الله کټوازی

۲۴۔ د کيسه ليکوال او کرکټر ليدلوری / پوهندوی ګل رحمن رحماني

۲۵۔ ورسک / څېړندوی محب الله وصال

۲۶۔ کېنټو يا کېنټوز / جاوېد افتاب

۲۷۔ روانپوهنيزه ژبپوهنه / څېړندوی محمد اتل انګار

۲۸۔ د قلم ليک / پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي

۲۹۔ تېر کال ته يوه کتنه / څېړنوال رحيم الله حريفال

۳۰۔ ځواکمن پاچا / رحيم الله بشارت

يادونه:

د يادې جريدې دا ګڼې تاسو په بشپړ ډول له لاندې تړوني (لينک) څخه لوستلای او ښکته (ډاونلوډ) کولای شئ.

https://asa.gov.af/ps/zairy_journal

تاسو کولای شئ چې دا ګڼې د افغانستان د علومو اکاډمي د اطلاعاتو او عامه اړيکو له رياست څخه تر لاسه کړئ.

د اړيکې شمېره: ۰۲۰۲۲۰۱۲۷۹

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۸ - ۱۱:۱۴
Background image

په ښوونیز نظام کې د ارزونې اغېزې او ننګونې

«د علمي څېړنیز کنفرانس» د افغانستان د علومو اکاډمي، بشري علومو معاونیت اړوند د ارواپوهنې او تربیتي علومو انسټیټوټ علمي غړي ښاغلي څېړندوی ثناءالله صالحي خپل علمي – څېړنیز کنفرانس « په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۷ - ۱۱:۵۶
Background image

په هند کې د لودیانو د عروج او زوال عوامل

«علمي- څېړنیز کنفرانس» د افغانستان د علومو اکاډمي د بشري علومو معاونیت د پښتو څېړنو نړیوال مرکز علمي غړي څېړنوال ډاکټر عبدالرحمان حبیب زوی د ۱۴۰۴ کال د دلوې په شپږمه نېټه (په هند کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۶ - ۱۸:۱۹
Background image

بانکي ضمانت لیکونه او فقهي تکییف یې

نن دوه‌نۍ/دوشنبه د ۱۴۰۴ کال د سلواغې د میاشتې په شپږمه نېټه، د افغانستان د علومو اکاډمۍ د اسلامي علومو د معاونیت په دفتر کې د اسلامي بانکوالۍ او معاصرو مسایلو څېړنیز مرکز علمي غړي او د. . .

BACK TO NEWS