طبیعت
د طبیعت مجله لنډه تاریخچه
د طبیعت درې میاشتنۍ مجله په ۱۳۶۸ ل. کال کې د طبیعي – تخنیکي علومو دمعاونیت په چوکات کې په فعالیت پیل کړی دی. د طبیعت د مجلې لومړی مسوول مدیر محترم ذبیح الله ساویز ؤ، چې پخپلو نه ستړي کېدونکو هڅو او هاند سره یې د مجلې د فعالیت کړنلاره جوړه او د راتلونکي لپاره یې دهغې د کار روښانه تګ لوری وټاکه. د مجلې چاپ څوځلې د ځینو نظامي ، سیاسي ، اجتماعي ، اقتصادي او نورو لاملونو له کبله د ځنډ سره مخامخ شوی دی. مجله د نوي نظام له منځه راتللو او په هېواد کې دنسبي ثبات له ټینګېدلو سره یوځل بیا په ټینګو ګامونو سره خپل کار پیل او خپله دنده یې د پوهانو او څېړونکو د علمي – څېړنیزو مقالو په خپرولو سره سرته رسولې ده.
د طبیعت مجله په لومړي ګام کې د علومو د اکادمۍ د څېړونکو د لیکل شوو مقالو او اثارو د خپرولو چارې ترسره کوي خوسره له دې د پوهنتو نو داستادانو ، لیکوالانو او دطبیعي – تخنیکي علومو دنظر د خاوندانو علمي – تخنیکي مقالې هم خپروي.
لوستونکي د دې مجلي په پاڼوکې د هغو پوهانو او استادانو له آثارو ، مقالو او مطلبونو سره مخامخ کېږي، چې د طبیعي – تخنیکي علومو په بېلا بېلو برخو کې د هغوی دلاس ته راوړنو انعکاس ورکونکي وي. تاسې د مجلې په پاڼو کې د پوهې ، نوې تکنالوژۍ ، جیولوجي ، جیوفزیک ، جیو انجینري ، هایدرومیترولوجي ، ریاضي ، فزیک ، تخنیک ، ماشین جوړولو ، مدني اوصنعتي ودانیو جوړولو ، د ژوند چاپېریال ، انرژي، کیمیا ، بیولوژي، کرنې ، روغتیايې پوهې، فارمسي، وترنري اونورو ډګرونو له کشفیاتو او اختراعاتو سره اشنا کېږي.
د طبیعت مجلې ګڼې چې په بېلا بېلو دورو کې چاپ شوي دي ۳۶ ته رېږي . دمجلې تیراژ په یوځل ۵۰۰ ګڼې دی. تراوسه پورې د طبیعت مجلې (۷) مسوول مدیران لرلي دي . همدا اوس د طبیعت مجلې فعالیت د یو کتنپلاوي تر مشري لاندې پرمخ ځي ، چې ۶ تنه غړي لري . اوس دمجلې مسوول مدیر څېړنپوه سید نعیم سایق او مهتمم یې محترم صدیق الله فیضي دی.
د مجلې مدیریت له درنو لوستونکو څخه هېله کوي، چې خپل نظریات ، نیوکې ، وړاندیزونه د مجلې د کالر د لا ښه کېدو او د هغې د خپرونو د کیفیت د لوړوالي لپاره په لاندې پته راو لېږي :
د افغانستان د علومو اکادمۍ ، انصاري څلورر لارې ، دنوي ښار د نېلو ټانګ ته مخامخ، کابل – افغانستان.
د تیلفون شمیره : ۰۷۹۹۰۹۸۴۹۵
برېښنالیک: Hooma.yahya@yahoo.com
د طبیعت مجلې د ۱۴۰۱ کال ګڼې
شمېره | مجله | شمېره | مجله |
---|---|---|---|
۱ | ۲ | طبیعت مجله، د ۱۴۰۱ کال ۳- ۴ ګڼه | |
د طبیعت مجلې د ۱۳۹۸ کال ګڼې
شمېره | مجلې | شمېره | مجلې | شمېره | مجلې |
---|---|---|---|---|---|
۱ | طبیعت مجله ، د ۱۳۹۸ کال ۱-۲ ګڼه | ۲ | طبیعت مجله ، د ۱۳۹۸ کال ۳-۴ ګڼه | ۳ | |
د طبیعت مجلې د ۱۳۹۷ کال ګڼې
شمېره | مجلې | شمېره | مجلې | شمېره | مجلې |
---|---|---|---|---|---|
۱ | طبیعت مجله د ۱۳۹۷ کال ۲-۳ ګڼه | ۲ | طبیعت مجله د ۱۳۹۷ کال ۴ ګڼه | ۳ | |
د طبیعت مجلې د ۱۳۹۶ کال ګڼې
شمېره | مجلې | شمېره | مجلې | شمېره | مجلې |
---|---|---|---|---|---|
۱ | طبیعت مجله ، د ۱۳۹۶ کال لومړی ګڼه | ۲ | طبیعت مجله، د ۱۳۹۶ کال دوهمه ګڼه | ۳ | طبیعت مجله ، د ۱۳۹۶ کال دریمه ګڼه |
۴ | طبیعت مجله ، د ۱۳۹۶ کال څلورمه ګڼه | ۵ | ۶ |
د طبیعت مجلې د ۱۳۹۵ کال ګڼې
شمېره | مجلې | شمېره | مجلې | شمېره | مجلې |
---|---|---|---|---|---|
۱ | طبیعت مجله، د ۱۳۹۵ کال ۳۸ ګڼه | ۲ | طبیعت مجله ، د ۱۳۹۵ کال ۳۹ ګڼه | ۳ | طبیعت مجله ، د ۱۳۹۵ کال ۴۰ ګڼه |
۴ | طبیعت مجله ، د ۱۳۹۵کال ۴۱ ګڼه |
د طبیعت مجلې د ۱۳۹۴ کال ګڼې
شمېره | مجلې | شمېره | مجلې | شمېره | مجلې |
---|---|---|---|---|---|
۱ | طبیعت مجله ، د ۱۳۹۴ کال ۳۷ ګڼه | ۲ | ۳ | ||